ډاکټر زلمی رسول په برتانیا کې، یما یاري په جرمني کې، بسم الله وزیري په قرغیزستان کې، سید طیب جواد په روسیې کې، منیژه باختري په اتریش کې، امان الله جیحون په اذربایجان کې او خالد احمد زکریا په ايټالیا کې د افغان حکومت د سفیرانو په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز، نجیب الله علي خېل په پاکستان کې، وحيد ويسي په اسټراليا کې، شفق خواتي په ايران کې، فريد ماموندزى په هندوستان کې، امیر محمد رامین په ترکیه کې او خان ولي خان بشرمل په ترکمنستان کې د افغان حکومت د سفیرانو په توګه ټاکل شوي دي.











