د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله شپږ تنه ماشومان وژل شوي او دوه مېرمنې تپیانې دي.
شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي شمشاد ته وویل چې د چهارشنبې په ماښام د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه چې دغه ماین د محمد عیسی په نوم د سنچارک د یوه اوسیدونکي په کور کې ځای پر ځای شوی وو.
د رضایی په خبره دغه چاودنه کې ۶ ماشومان چې عمرونه یې له اتلس کلونو ټیټ دي وژل شوي او دوه میرمنې هم ټپي شوي دي.
د شاهین قول اردو دا معلومات شریک نکړل چې محمد عیسی نومی څوک وو چې طالبانو یې کور کې ماین ايښی وو.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.











