Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

ډبلیو.ایف.پي افغانستان کې د اړمنو افغانانو لپاره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/03

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) چې  د افغانستان په ګډون، د نړۍ په ۱۲۳ هېوادونو کې له  اړمنو وګړو سره د خوړو رسولو په موخه مرستې کوي، پر خپله اېکس پاڼه یې د اړمنو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له دوی سره یې د مرستو کولو په موخه د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.

یاد پروګرام زیاته کړې:« په بېړنۍ توګه۷۶۰ میلیونه ډالرو بسپنې ته اړتیا لرو، تر څو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته په افغانستان کې دوام ورکړو.»

د دوو لسیزو جګړو او په کوردننه او بهر کډوالۍ د اړمنو افغانانو اقتصادي وضعیت کمزوری کړی او د نړیوالو بشري مرستو ته یې اړ کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي  د نړیوالو مرستې د لنډمهال لپاره مهمې بولي، خو ټینګار لري، چې یادې مرستې دې د کار زمینې پر برابرېدو بدلې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي:« ښايي له ۴۰ له ۵۰ سلنو پورې مرستې شوي وي، خو موږ او تاسو ګورو، امریکا هم ویلي چې شاوخوا ۳ میلیادره ډالرو پورې په افغانستان کې په دغو څو کلونو کې مرستې شوي. د دې پر ځای چې موږ خلک مفت خواره کړو یا یې خیرات خواره کړو باید د دوی لپاره اساسي په هغو برخو کې کار وکړو ترڅو ورته د کار زمېنه برابره شي.»  

اسلامي امارت له دې وړاندې تائید کړې، چې د نړیوالو بشري مرستو ته په کور دننه اړتیا شته، خو اقتصاد پوهان غوښتنه لري، چې د بشري وضعیت د لا زیات نه خرابېدو لپاره دې نړۍ سره په اړیکو کې بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو را پدېخوا یې افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist