د امریکا بهرنیو چارو وزات ویلي، په افغانستان کې د کونسلګرۍ د پرانیسلو لپاره ارزونه کوي.
د راپورونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پریکړه د یوه ستراتیژیک سند په محتوا کې راغلې ده.
په سند کې د کونسګرۍ د پرانیستې ځینې مهم اهداف لکه د افغانستان ثبات، د خصوصي سکتور اقتصادي ملاتړ، امریکايي او افغان وګړو ته د کونسلي خدمتونو اسانتیاوې او نور مهم ټکي شامل دي.
په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، سرپرست حکومت دې د نړیوال مشروعیت لپاره مهم ګامونه پورته کړي او د افغانانو مشروع غوښتنې دې له پامه نه غورځوي.
هغه زیاته کړې:« طالبان دې د نړیوال مشروعیت لپاره اړین ګامونه پورته کړي او د افغانانو مشروع غوښتنې دې له پامه نه غورځوي او د افغان همکارانو د وضعیت په اړه مالومات نه لرم.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.
د مجاهد په خبره، په افغانستان کې د امریکا کونسګرۍ په پرانېستلو سره به د دواړو هېوادونو ګټې خوندي شي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت هم تعامل ته چمتو دی خو که امریکا په افغانستان کې خپل سفارت یا کونسلګرۍ فعاله کوي. د دې لپاره هېڅ ستونزه نه شته ده، له امنیتي پلوه هم ډاډمنه فضاء موجوده ده، بل دا ده چې دا د دواړو هېوادونو پر ګټه تمامېږي، د دواړو هېوادونو لپاره نږدې راشه درشه او افهام او تفهیم هغه څه دي چې د ستونزو مخه نیسي او کوم تشویشونه چې موجود دي هغه رفع کېږي. بل دا ده چې په افغانستان کې پرمختګونه مجود دي. دا پرمختګونه دې ته اړتیا لري چې باید حمایت یې وشي.»
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا وروسته له دې چې چین د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک ومانه دا ډول اقدام ترسره کوي.
د دوی په خبره سرپرست حکومت که ډيپلوماتېکي اړیکې سمې مدیریت کړي، افغانستان ته یې ګټه زیاته ده.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« خو په ټوله کې دا د شرق او غرب سیالۍ د افغانستان پر ګټه دي که چېرې د افغانستان دولت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت دا په ښه توګه مدیریت کړي. له دې ډېره ښه استفاده کېږي.»
تراوسه پورې امریکا په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، چې سفارت یې وتاړه کومه سیاسي استازولي نه لري او دا مهال له دوحې خپلې چارې پرمخ وړي.