که په لرې پرتو سیمو او ولایتونو کې د نامالوم ادرس لخوا ښوونځي ورانېږي او سوځول کېږي، خو په کابل ښار کې بیا د پښتنو له ښوونځیو سره د توپیري چلند ادعاوې کېږي.
یو شمېر زده کوونکي شکایت کوي چې نه ورته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې ورکول کېږي، نه د پښتو کتابونه شته او نه یې څوک د ستونزو د حل په موخه غږ اوري.
زده کوونکي وایي، سږکال له دولسم فارغېږي، خو داسې انګېري چې زده کړه یې د لومړي ټولګي په کچه ده.
یو تن زده کوونکی وایي: ((موږ یې [له درې ژبو] جدا کړو، کتاب نلرو. د مسلک استادان نلرو. د دري استاده راځي د پښتو درس راکوي او د پښتو استاده راځي د بیولوژي درس راکوي، نو موږ به څنګه څه زده کړو؟))
دوی دغه راز له پوهنې وزارت ګیله لري چې د دري ښوونځیو لپاره ښوونکي، کتابونه او مجهز لابراتوار یې برابر کړي، خو د پښتنو ښوونځي نه کتاب لري، نه ښوونکي او نه هم لابراتوار لري.
پوهنې وزارت وایي، دوی به د ستونزو په تړاو ارزونه وکړي او د حل په موخه به یې لاس په کار شي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نهضت وایي: (( موږ څېړنه کوو، که چېرې دا ستونزه موجوده وه، موږ د حل لپاره حتما اقدام کوو.))
څو کاله وړاندې پوهنې وزارت په مورنۍ ژبه د لیک لوست لړۍ راپیل کړه چې لا هم بریالۍ ځکه نه بلل کېږي چې د خلکو په باور توپيري چلند موجود دی.











