د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خوست ولایت کې د چهارشنبې پر ورځ ( ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر ۱۱ مه) له یو شمېر قومي مشرانو او دیني علماوو سره په ناسته کې ویلي، نړۍ دې د سرپرست حکومت جوړښت ته درناوی وکړي.
عبدالکبیر ویلي، د افغانستان هېڅ قوم پر بل برتري نه لري او په خبره یې اوسنی دولت له ټولو قومونو څخه جوړ شوی دی.
عبدالکبیرهمدا راز له نړیوالو هم وغوښتل چې د افغانستان اوسنی نظام پرمختیایي کارونو ته پریږدي.
هغه زیاته کړې:« د جهاد په وخت کې د پردیو غلامان، مزدوران او هغه غله خلک، هغه دې په دې حکومت کې برخه ولري، دې ته نړۍ ټولګډونه حکومت وايي، دا نه اسلامي امارت زغملی شي او نه یې هم د افغانستان دا غیرتي مسلمان ولس زغملی شي. »
مولوي عبدالکبیر وايي، که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه کوم هېواد پر رسميت نه دی پېژندلی خو د سياسي اړيکو پر بنسټ ورسره د رسميت پېژندنې تعامل لري.
عبدالکبیر که څه هم اوسنی نظام له نړۍ سره تعامل ته ژمن بولي خو ټينګار کويچې د رسميت پېژندنې برخه کې پر اسلامي نظام او د افغانانو پر حقونو هېڅ ډول معامله نه کوي.
هغه زیاتوي:« تاسې په دې باوري واوسئ چې موږ له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره یوه سالمه پالیسي لرو، د هغې پالیسۍ په رڼا کې به نړۍ له موږ سره حسن تعامل ته امده ده. البته یوازې په خپل اسلامي نظام باندې، په خپلو اسلامي اصولو او مقرراتو باندې په هېڅ صورت کې له چا سره سودا نه شو کولی.»
اخوا د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي، نړۍ سره ښيې اړیکې او تعامل غواړي خو ټینګار کوي چې دیني او ملي ارزښتونه ورته لومړیتوب لري.
خالد د دې ترڅنګ چې په کابل کې د سوالګرو د راټولو په لړۍ کې د هزاره او تاجک قومونو په نوم د ښځو د نيولو په اړه تبليغات بې ځایه بولي زیاتوي چې خلک حق لري چې له واکمن اسلامي نظام د شرعي اصولو سره سمې غوښتنې وکړي.
د یادې ناستې پرمهال چارواکو له قومي مشرانو او ديني عالماوو وغوښتل چې په بدو کې د نجونو د ورکړې مخنيوی او د ميراث حق په ورکړه کې عامه پوهاوی ورکړي.
قومي مشرانو د دولتونو په ساتنه کې د قومونو رول اړين یاد کړ او ترڅنګ یې له حکومت وغوښتل چې قومي جوړښتونه پياوړي د متوازنې پراختيا په برخه کې یې په عمل کې ثابته کړي.
دوی وايي اسلامي امارت د رسميت پېژندلو شرايط پوره کړي او له نړيوالو د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.