ولسمشر غني اوړمه ورځ د مصالحې عالي شورا د غړو ګمارلو په تړاو فرمان صادر کړ، چې اوس د دې شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د مصالحې عالي شورا رامنځته کېدل د دې شورا د مشر له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشر فرمان ته اړتیا نه وه.
د عبدالله له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ۱۳۹۹ کال د غويي ۲۸مې د سیاسي هوکړه لیک د «ب» بند د صراحت پر اساس، د مصالحې عالي شورا ایجاد د دې شورا د مشر له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د مقام د فرمان ایجاب نه کوي.
اعلامیه کې ښاغلي عبدالله دا هم ویلي چې د مصالحې عالي شورا ترکیب باید جامع او همه شمول واوسي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي او مدني رهبرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي.
له دې وړاندې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د مصالحې عالي شورا د غړو ګمارلو په تړاو د ولسمشر فرمان ته په غبرګون کې ویلي وه چې هېڅ دولتي تشکیل کې کار نه کوي.
د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم د دې شورا غړیتوب رد کړی دی.











