د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د نفرایټو د ۶ کانونو قراردادونه یو شمېر شرکتونو ته ورکړل شول.
د نفرایټو د دې کانونو له ډلې یې یو د ننګرهار په کامې او ۵ نور یې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل:« له اقتصادي کمېسیون څخه موږ ته بېرته امر راغی چې دا په فیصدي ورکړئ، هغوی هم اړ دي او دا یې ډېر ښه کار وکړ؛ نو موږ هم له اقتصادي کمېسیون سره دې پایلې ته ورسېدو چې دا په فیصدۍ ورکړو، اسلامي امارت دې وڅاري که ښه مال وي او که بد پلورل کېږي او په هر څو چې وپلورل شي د هر چا خپله برخه به مالومه وي او ضایعات به له منځه لاړ شي.»
د شرکتونو مسوولینو چې دغه قراردادونه یې د فیصدۍ پر اساس اخېستي، د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د نفرایټو ۴۰ هکټاره کان چې ۹۱،۵ سلنه یې دولت ته او ۸،۵ سلنه یې قراردادي شرکت ته ورکول کېږي، په قرارداد ورکړل شو.
له دې سره د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټو ۵ نور کانونه بېلابېلو شرکتونو ته په بېلابېلو فیصدیو سره پر قرارداد ورکړل شول.
د یوه قراردادي شرکت مسوول نورالله وايي: « دا کان خو نږدې ۴۰ هکټاره دی او موږ په فیصدۍ ونیوه، ۹۱،۵ سلنه اسلامي امارت دی او ۸،۵ سلنه زما د شرکت دی. دا خو کان دی نو اټکلي خبره به وکړو که د الله رضا وه موږ د ورځې تر ۱۰ ټنو مال استخراج کولی شو؛ نو د میاشتې چې ورته حساب وکړې ۳سوه ټنه به راځي او نږدې ۸۰ کسان به په مستقیم او غېرمستقیم ډول دلته کار وکړي»
له دې سره د کانونو او پټرولیم وزارت د امو نفتي حوزې د نفتو د اتلسو څاګانو ۶۰ زره ټنه استخراج شوي تېل د تصفیې لپاره په نړيوال مارکېټ کې د تېلو نرخ ته په کتو په يوه بېرل کې يوه خصوصي شرکت ته په منفي ۲۴،۸۰ سینټ ډالر په قرار داد ورکړ.
د دلاور په خبره چې تر راتلونکو درېیو کالو به افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
دلاور وايي: « ذبیح الله نظري صېب د امونفتي حوزې۶۰ زره ټنه استخراج شوي تېل واخېستل او یوه بوشکه یې له نړیوالې بیې څخه منفي ۲۴،۸۰ سلنه په ټيټه بیه ورکړل او یو ورور له وزارته ۶۰ زره ټنه واخېستل.»
د قراردادي شرکت مسوول ذبیح الله نظري وايي: « له هغو سوادګرو چې له هېواده بهر دي غواړو چې راشي خپل هېواد ته خدمت وکړي، دلته پانګونه وکړي، څو زموږ د هېواد اقتصاد پياوړی او لا زیات ښه شي.»
د یادولو ده چې د نفرایټو د دې کانونو د چارو په پیل سره به شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.