Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د سیمه ییزې همکارۍ نوښت ناسته له سیمې سره د افغانستان پياوړی تعامل ښيي

متقي: د سیمه ییزې همکارۍ نوښت ناسته له سیمې سره د افغانستان پياوړی تعامل ښيي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/31

کابل وړمه ورځ د سیمه ییزې همکارۍ نوښت ترعنوان لاندې د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کوربه وه.

د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، په دې ناسته کې د ګډو ګټو پر سر خبرې، د احتمالي ګواښو پر وړاندې مبارزه، د سیمې امنیت او هر راز اخلال پر وړاندې پر ګډ دریځ توافق شوی دی.

متقي زیاتوي: « د دې ناستې موخه دا وه چې په سیمه کې یو له بل سره همکاري رامنځته شي او د سیمې په مشترکو ګټو او ګواښونو خبرې وشي. د غونډې ټولو ګډونوالو په اتفاق سره وویل چې په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولو پر ګټه دی او د سیمې ناامنه کولو لپاره باید هېڅ ډول قدام ونه شي.»

متقي وايي، په دې ناسته کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ټاپي، کاسا زر او ورته پروژو د عملي چارو د پیل پر سر هم خبرې شوي.

متقي دغه راز په کوردننه د ورته ناستو جوړېدل له سیمې سره د سرپرست حکومت د قوي تعامل نښه او د اقتصادي سیاسي او امنیتي پیاوړې همکارۍ لپاره حیاتي مسله بللې.

هغه زیاتوي: « دغه ډول ناستې دا ثابتوي چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره پياوړی تعامل لري، پياوړې راشه درشه غواړي او ټول په دې ټينګار کوي چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخه کې یو له بل سره همکار یو.»

د بهرنیو چارو سرپرست له نړیوالې ټولنې غواړي چې د سیمې په څېر تعامل ته راوړاندې شي او د فشار له اپشن چې په وینا یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې ګټه نه ده کړې؛ ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر ټولو نړیوالو غږ کوو چې لرې پراته هېوادونه هم له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندې شي. د فشار هغه ناکامه، سولېدلې او تجربه شوې لارې دې نورې نه کاروي او د افغانستان ثبات، امنیت، پرمختګ او ښه اقتصاد د ټولې نړۍ پر ګټه دی.»          

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې د افغانستان د قضیې پر محوریت په سیمه ییزه او نړۍواله کچه ګڼې ناستې ترسره شوي چې ډېری د سرپرست حکومت له ګډوڼ پرته؛ خو یو شمېر نورو کې بیا د اسلامي امارت استازي هم ګډوڼ کړی؛ خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې تر اوسه یې محسوسې پایلې نه دي لرلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist