Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: دولتي چوکاټ کې مخکېنيو سياسونو ته د ونډې ورکول ولس ته د منلو نه ده

شنونکي: دولتي چوکاټ کې مخکېنيو سياسونو ته د ونډې ورکول ولس ته د منلو نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/30

د مقاومت جبهې نومې ډلې مشر احمد مسعود په یوې انلاین غونډه کې ادعا کړې، چې نړيوال د افغانانو له لوري د سرپرست حکومت خلاف د پاڅون په تمه دي.

د سیاسي چارو شنونکي د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د تېرو څلورو لسېزو جګړو له امله افغانانو ته په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او له همدې کبله د هېڅ بلې جګړې غوښتونکي نه دي.

دوی وايي، د بهر ميشتو ډلو له لوري په افغانستان کې د بلې جګړې پيلولو ته لابي او کمپاين کول د افغانانو په حق کې جفا ده او په خبره يې ټولې ستونزې بايد له جګړې پرته په تفاهم حل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:«  دا چې له بهره د جنګ اوازونه څوک پورته کوي، دا په حقیقت کې له افغانستان سره لویه جفا ده. د افغانستان خلک جنګ نه غواړي. افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی. هر څوک چې هره ملاحظه لري را دې شي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د کور دننه دې خپل معقول وړاندېزونه د خبرو له لارې وړاندې کړي. دا یې غوره لاره ده. »

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« اصلاحات باید راوستل شي، ټول افغانان باید سره لاس یو کړي، ترڅو یوه ملي تفاهم سره ورسېږي. نور باید د جګړې ټغر د تل لپاره له افغانستانه ټول شي.»

ځینې نور بیا وايي، پخواني چارواکي او سیاسیون چې اوس مهال په بهر کې مېشت دي او خپلو کورنیو او اولادونه ته یې هوسا ژوند زمینه برابره کړې، بیا هم د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، چې افغانان په بلې جګړې کې ښکیل کړي.

د دوی په باور، اسلامي امارت ته هم په کار ده، چې د ولس مشروع غوښتنې ومنې څو ولس بیا ځلې په ازمایل شویو سیاسي څېرو باور ونه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« په داسې وضعیت کې هغه افغان سیاستوال چې لاهم پر جګړې ټېنګار کوي، چې لاهم په جګړو او وینو توئیدو کې خپلې ګټې ګوري، لاهم غواړي افغانان یو ځل بیا د پردیو استخباراتي ګټو او جګړو لپاره  کرایه کړي د دوی دا دریځ له افغانستان سره خیانت ده او لویه کې دا لاره ترکستان ته تللې.»  

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، افغان ولس ته هېڅکله هم پخواني سیاسیون او چارواکي د منلو نه دي او  نه غواړي چې د افغانستان په راتلونکې کې دې سياسي رول ولري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سېد بلال احمد فاطمي وايي:«  د احمد مسعود خبرې بې ځایه او هر څه له لاسه ورکونکي سړي ته پاتې کېږي چې هغه ته نور هېله پاتې نه ده، ځکه خو کله په ویانا کې وي، کله په مسکو کې وي، کله په تاجکستان کې وي، هرې خوا منډې وهي ترڅو یو څه لاس ته ورشي. خو څه لاس ته نه ورځي، ځکه ملت یې تر شاه ولاړ نه دی او ملت دا حرکت نه تائیدوي. د ملت او دوی ترمنځ فاصله شتون لري.»  

له دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي، چې  په افغانستان کې د حکومت خلاف د هېڅ وسله‌وال حرکت ملاتړ نه کوي.

یوه امریکایي پوځي چارواکي له یوې رسنۍ سره ویلي، چې امریکا به په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي.

په دې تړاو مو د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت، خو خپل نظر يې وړاندې نه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم احمد مسعود ویانا کې یوې غونډې ته ویلي ول چې د افغانستان د ستونزې حل او راتلونکې لپاره باید یوه ګډه لار نقشه جوړه شي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارولي ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist