Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
احسان الله احسان: د داعش وسله وال د پاکستان دولتي مېلمستونونو کې روزل کېږي

احسان الله احسان: د داعش وسله وال د پاکستان دولتي مېلمستونونو کې روزل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/29

د تحریک طالبان پاکستان (ټي.ټي.پي) پخواني ویاند احسان الله احسان له هندۍ “سنډې ګارډین ” ورځپانې سره په مرکه ویلي، چې پاکستان غواړي داعش خراسان ډله افغانستان ته انتقال کړي او د یوې نیابتي ډلې په توګه ترې کار واخلي.

احسان د داعش او پاکستان پوځ ترمنځ له نږدې اړیکې پرده پورته کړې او له کره ثبتونو سره يې ویلي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره پلان لري د داعش وسله وال له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را انتقال او د خپلو اهدافو د ترلاسه لپاره ترې ګټه پورته کړي.

احسان د داعش ډلې د هغو ۲۰ نامتو وسله والو نومونه هم خپاره کړي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دولتي میلمستونونو کې د ځانګړو بریدونو د ترسره کولو لپاره ساتلي او د راو عمران، اقبال جادون او خلیل تاج کیاني په ګډوڼ د آی.اس.آی استخباراتي ادارې خاص جنرالان يې د امنیت خونديتوب پر غاړه لري او په مستعارو نومونو فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې:« زما د مالوماتو پر اساس د پاکستان پوځ پلان لري، چې د داعش ډله په افغانستان کې دننه د حکومت پر وړاندې وکاروي. پاکستان خپل اقتصادي وضعیت او د عامو پاکستانیانو په منځ کې بدنامېدلو مسالې ته په کتو غواړي چې  په افغانستان کې د یادې ډلې فعالیت زیات کړي.»

احسان ویلي،  مالومات نهایت دقیق دي او د پاکستان حکومت يې د خپلو دې اطلاعاتو د کره‌والي په ننګولو چلینچ کړی دی.

د هغه په خبره،  پاکستان ته نور اپشنونه نه دي ورپاتې؛ نو ځکه دا مهال  له داعش خراسان ډلې څخه د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو د وروستي اپشن په توګه کار اخلي ترڅو یو ځل بیا د غرب او نړیوالې ټولنې مالي مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي.

احسان زیاته کړې:« د داعش ډله د پاکستان پوځ لپاره وروستی غوراوی دی، ترڅو يې د یوې نیابتي ډلې په حيث د افغانستان پر حکومت د فشار د الې په توګه وکاروي؛ تر څو له دې درکه یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې مرستې او د غرب مالي ملاتړ ترلاسه کړي او هغوی ته دا وښيي، چې اسلام‌اباد هغه یوازېنی لوبغاړی دی، چې کولی شي کابل کنټرول کړي.»

نوموړي دغه راز ویلي، له هر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت یې په تړاو د پلټنې
ژمنه کوي خو په وینا یې دغه پلټنې ځکه بې پایلې وي چې ترسره کوونکي یې د استخباراتو د مېلمستونونو اړونده کسان دي چې په باجوړ ایجنسۍ کې قومي مخور او مشران په نښه کوي او ځانمرګي بریدونه ترسره کوي.

د شنونکو په باور پاکستان له هر ډول حالاتو څخه د ګټې اخېستنې ځانګړی مهارت لري او په خبره، یې په دې هېواد کې وروستۍ ناامنۍ ښايي د پاکستان د پوځ اوږدمهال پلان او ستراتيژیک عمق ته د رسېدلو یوه اساسي برخه وي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« له ترهګرۍ د پاکستان حکومت ملاتړ دا له چا څخه پټه خبره نه ده. ان په تېره نېمه پېړۍ کې دغه مساله او انځور د  پاکستان حکومت د بهرني سیاست برخه وله. د پاکستان هغه متحدین  چې د پاکستان ستراتیژیکې ګټې یې تامینولې یا ورسره په ستراتیژیکو مسایلو کې ښکېل وه، هغوی هم په دې وروستیو کې اعتراف کړی دی او د پاکستان دغه ورانکاره او دوه مخې څېره یې غندلې ده.»

د ټي.‌ټي.‌پي پخواني وياند احسان‌الله احسان دغه راز ویلي، که  د افغانستان حکومت د هر دلیل له امله د پاکستان د ناوړو طرحو تر فشار لاندې راشي، نو دا ښايي په راتونکي کې د سیمې لپاره ناورین وي. هغه له افغان حکومت غوښتي چې د پاکستان پوځ او داعش ډلې ترمنځ په ژورې اړیکې ځان وپوهوي.

له دې څو ورځې وړاندې د ټي.ټي.پي پخواني ویاند احساالله احسان په خپله یوه بله مقاله کې پاکستان د داعش لپاره غوره کوربه هېواد بللی و او په ډاګه کړې يې وه، چې آی.اس.آی او جي.اچ.کیو له داعش خراسان ډلې سره د دوی د پالیسیو او موخو د تعقیب لپاره د دبوري په نامه د همکاريو هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist