د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصح الدین فطرت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د څرګندونې په اړه له دوه ورځنې ځنډ وروسته تند غبرګون ښودلی دی.
فطرت د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په تړاو د نوموړي ادعا بې بنسټه او افغانانو ته په خطاب کې يې د منير خبرې د نوموړي بې کفایتي بللې.
ملي دفاع وزارت په دې اړه يوه خبرپاڼه کې د فطرت له قوله ويلي، منير يادې څرګندونې افغانانو ته سپکاوی دی او بايد له ورته څرګندونو ډډه وشي.
د خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانستان د وسلهوال پوځ لوى درستيز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد تر څنګ، دغسې ادعاوې د پاکستاني چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز جنرال عاصم منير وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي. منير چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.»
په خبرپاڼه کې د فصيحالدين فطرت په حواله ویل شوي چې د پاکستان پوځ نه شي کولی د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور اچوي.
فطرت ویلي، د پاکستاني چارواکو غیر مسوولانه څرګندونې نه یوازې دا چې ستونزه نه حل کوي، بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو پر زيان هم بولي.
فطرت زیاته کړې:« پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کېږي. زه ویلی شم د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول نه یوازې دا چې ستونزه نه حل کوي، بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي.»
خو د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان د عاصم منیر څرګندونې، د نوموړي مالوماتي خلا او تحریک کوونکې بولي او زیاتوي، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له غیر مسوولانه څرګندونو لاس واخلي ځکه دا ډول څرګندونې د ښو اړيکو پر زيان دي.
د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته د سیاسي څېرو له لوري د غبرګونونو په شمول، په خواله رسنيو کې هم د عامو افغانانو له لوري غبرګونونه ښودل شوي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان ولې د خپلو نا امنیو پړه پر افغانستان اچوي؟
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي:« د پاکستان وروستي درېځونه ښيي چې پاکستان د افغاستان سولې، ټېکاو او پرمختګ په اړه ښه نیت نه لري. یو ځل بیا له خپلو دوه رنګه سیاستونو له لارې غواړي چې د افغانستان وضعیت ترینګلی او خراب کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ لوی درستز عاصم منیر چې په دغه هېواد کې د موفق په لحاظ تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د زدهکوونکو یوې غونډې ته په وینا کې د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب له ټول افغانانو غوره بللی وو.