په داسې حال کې چې طالبان وایي، باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، خو د ارمنستان دفاع وزارت افغانستان ته عسکر واستول.
د ارمنستان دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، عسکر به یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې برخه واخلي.
په خبرپاڼه کې د عسکرو شمېر نه دی مالوم شوی، خو د دغه هېواد ډیری ځواکونه په مزار شریف کې مېشت دي.
د ارمنستان پوځيان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې فعالیت کوي.
سره له دې چې ارمنستان د ناټو تړون غړی نه دی، خو په افغانستان کې د ناټو له پوځي مأموریت سره همکاري لري.
افغانستان ته راغلي د ناټو ځواکونو ویلي، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۱۵ زره عسکر لري چې ۱۲۱ تنه یې د ارمنستان هېواد دي.











