Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: افغان کډوال دې پاکستان کې د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره سم ژوند وکړي

کاکړ: افغان کډوال دې پاکستان کې د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره سم ژوند وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/28

د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي، باید د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره سم ژوند وکړي.

کاکړ ویلي، د افغانستان په ګډون ټول هغه کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي، باید د پاکستان د کډوالۍ قوانین ومني او مراعت یې کړي.

کاکړ د دې ترڅنګ ویلي، د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان له رسمي ادرسه افغانستان ته نه و تللی او په خبره یې دا د هغه شخصي سفر و.

کاکړ زیاته کړې: « د ګاونډي هېوادونو او په ځانګړي توګه د افغانستان کډوال باید د پاکستان د کډوالۍ قوانین پر ځان پلي کړي، هغه قوانین چې په ټوله نړۍ کې عملي کېږي او همدارنګه مولانا فضل الرحمن افغانستان ته شخصي سفر درلود، پاکستان حکومت په کې مستقیما لاس نه لري. د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته  د ګاونډي هېواد د وضعیت په اړه مالومات ورکړل شوي وو.»

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي،  د پاکستان حکومت تر دې دمه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال پر زور بېرته افغانستان ته را ستانه کړي او پر دې سربېره ۸۰۰ نور یې زندانونو ته اچولي وو، چې په خبره يې د افغان سفارت په هڅو نږدې ۹۰ سلنه یې بېرته ازاد شوي.

د تخاري په خبره، اوس له افغان کډوالو سره د پاکستان په چلن کې نرمښت راغلی او هغه کډوال چې قانوني اسناد لري، د حکومت له لوري ورته ستونزې نه جوړېږي.

هغه زیاتوي: « تېر کال اکتوبر میاشت کې دلته د افغانانو پر وړاندې چاپې پیل شوې، چې  نږدې درې میاشتې یې دوام وکړ او په دې موده کې ډېری افغانان ونیول شول، له پاکستانه واېستل شول او ډېری نورو په خپله خوښه پاکستان پرېښودو او خپل هېواد ته لاړل. د دوی ټولو شمېر  شاوخوا ۶۰۰ زره و چې افغانستان ته ستانه شوي. همداراز ډېری افغانان چې قانوني اسناد یې هم درلودل نیول شوي او په سند ایالت کې چې کوم افغانان د قانوني اسنادو له درلودو سربېره هم نیول شوې وو، ۸۵۰ شاوخوا کسان وو چې دا موږ په خپلو هلوځلو خوشې کړل او خپلو کورونو ته لاړل.»         

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان په ښکاره د کډوالۍ له هغو نړيوالو قوانینو سرغړونه کړې، چې ټینګار پرې کوي او برعکس يې سلګونه زره افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې اېستلي دي.

د سیاسي  چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « له بده مرغه پاکستان نه خپل داخلي قوانینو ته ژمن دی او نه نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته ژمن دی. ملګرو ملتونو په میلیونونه ډالر کډوالو ته ورکړل خو د پاکستان حکومت دا مرستې افغان کډوالو ته نه دي رسولې، اوس هم چې کومې پلمې کوي یوازې د فشار په توګه کډوال کاروي. نږدې یو میلیون کډوال له پاکستان او ایرانه پر زور راوویستل شول، کډوال باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي نه پر  زور؛ خو له بده مرغه پاکستان یې پر زور راباسي.»    

د سیاسي  چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د پاکستان دا ډول خبرې د تېر په څېر سیاسي موخې لري، دوی د کډوالۍ ټول قوانین او کنوانسینونه نقض کړي دي. سلګونه زره کډوال یې راووېستل او په تېرو څلورو لسیزو کې یې میلیونونه ډالر د کډوالو په نامه وخوړل. هېله لرو چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د کډوالۍ ناورین د افغانستان له سیاسي موضوعاتو سره ګډ نه کړي او د افغانستان له حاکمیت سره چې کوم سیاسي اختلافونه لري دا د خبرو اترو له لارو حل کړي.»        

له دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي ول، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري د جنورۍ میاشتې تر وروستیو ټول ستانه کوي او له هغې وروسته به د اسناد لرونکو افغان کډوالو لړۍ پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist