تېر ماښام ولسمشر اشرف غني دغه فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د نظامي منسوبینو په مجازاتو کې تخفیف او بښنه او د طالبانو پنځه زره کسیز لېست بشپړ شي.
د فرمان لومړۍ ماده کې د تخفیف او بښنې په اړه راغلي چې د هغو نظامي منسوبینو د بند پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.
همداراز په دې ماده کې ذکر شوي چې هغه منسوبین چې پر پنځو کلونو بند سربېره په نغدي جزا هم محکوم شوي، د هغوی نغدي جزا هم بښل کېږي.











