Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر پر مشرۍ یو پلاوی چین ته ځي

نورالدین عزیزي: له هېوادونو غواړو افغانستان کې سالمه پانګونه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/24

که څه هم اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لورې پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه  د تېر په څېرعادي مخته روانه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وویل، اوس مهال په هېواد کې امنيت تامین شوی او د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې سالمه پانګونه وکړي.

عزیزي ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد کابو ټولې زېربناوې ویجاړې شوي او همدا راز د افغانستان شتمني د لویدیځ له لورې په غېر مسوولانه ډول ګنګل شوې، خو په خبره یې له دې سره سره سرپرست حکومت بیا هم د هېواد اقتصادي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه کړې.

 عزیزي زیاتوي: « موږ هېڅ چاته هېڅ ډول محدودیت نه دی وضع کړی، هر هېواد او امریکا هم کولی شي راشي دلته پانګونه وکړي، موږ د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې له چا سره هېڅ ډول تبعیض او دښمني نه لرو، ان موږ پر امریکا غږ کوو چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي. زه خپله په مستقیم ډول له روسي، چینايي، ایراني او امارتي سوداګرو سره په اړیکه کې شوی یم چې راشي او دلته پانګونه وکړي، د پاکستان لویو شرکتونو ته مې بلنه ورکړه چې راشي د افغانستان په کانونو، کرنې او د ابادۍ په پروګرامونو کې ونډه واخلي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان له نړيوالو مالي سازمانونو او په ځانګړې توګه له نړيوال بانک غواړي، چې د افغانستان اقتصادي ودې او د بې‌روزګارۍ کچې ټيټولو په موخه دې په افغانستان کې خپلې نيمه‌پاتې پروژې بشپړې کړي.

دوی په دې برخه کې سرپرست حکومت مسوول بولي، چې پانګونې ته د زمينې په برابرولو سره ياد سازمانونه د نيمه‌پاتې پروژو بشپړولو ته وهڅوي.

د اقتصادي چارو کارو پوه عبدالجبارساپی وايي: « د افغانستان په ګټه موږ په هېواد کې پانګونه کوو، هېواد کې بدلون او د فقر له منځه وړل په همدې خصوصي سکټور او پانګونې له لارې کېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه حاجي یونس ځدراڼ وايي: « همداشان د نړۍ نور هېوادونه هم کولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د حکومت له لوري ډېره ښه زمینه ورته برابره ده  اود نړۍ هېوادونو ته دا ډېر ښه فرصت دی، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې ټينګې کړي.»

یو شمېر نور  د اقتصادي  چارو کارپوهان هم مني، چې له سیاسي بدلون وروسته د نړيوالو مالي سازمانونو له لورې تمويلېدونکو ګڼو لويو او وړو پروژو کارونه نیمګړې پاتې دي او له حکومت غواړي چې له نړۍ سره د رغوونکي تعامل له لارې د يادو پروژو تطبيق ته زمينه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: « هغه بنسټونه او موسسې چې مخکې یې په افغانستان کې یې له ۷۵۰۰ زیاتې پروژې تمویلولې، دوی دې راشي او بیا دې خپل کار پيل کړي او پروژې دې پشپړې کړي.»

 د  اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « پاکستان او افغانستان دې د خبرواترو نوی پړاوو پيل کړي او زه ډاډه یم چې له دې لارې به ستونزې هوارې شي.»

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالوماتو له مخې، یوازې تېر کال د یو مېلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان توکي پاکستان ته صادر شوي دي چې تازه میوه او کاني مواد په کې شامل دي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist