Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست: د ا.ا مجاهدینو ته بېلابېلو برخو کې زده کړې پيلوو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست: د ا.ا مجاهدینو ته بېلابېلو برخو کې زده کړې پيلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/24

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت ټولو هغو غړو ته چې  د نهم او دولسم ټولګیو اسناد لري او یا هم د دغو اسنادو معادل یې خصوصي زده کړې کړي وي؛ په تخنیکي او مسلکي برخو کې ورته زده کړې پیل کوي.

د یادې ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، دغه برنامه یې یوازې د اسلامي امارت غړو لپاره پیل کړې چې مدیریت او دفتر په برخو یې زیات تمرکز شوی.

د شهامت په خبره، د دغه ښوونیز پرګرام له مخې به جذب شویو کسانو ته د یو نیم کال په موده کې اسلامي ثقافت، د مدیریت اصولو، دعامه مدیریت مفاهیمو، د دفتر مهارتونو، د اسنادو او فایلونو د تنظیم، بشري منابعو مدیریت، د پلان جوړونې او تطبیق، څار او راپور ورکونې، احصایې، اقتصادي حقوق او همدا راز د محاسبې په برخو  کې به تر ۱۴ م ټولګي زده کړې ورکړل شي.

هغه زیاتوي: « د مدریت په برخه کې د روزنې طرحه د هېواد په کچه ۳۴ ولایتونو کې یوازې د مجاهدینو لپاره په پام کې نیول شوې. یاده ښوونیزه برنامه له رسمیاتو مخکې او یا هم وروسته تطبیق کېږي. مجاهدینو ته د مدیریت په برخه کې نظري درسونه، عملي کارونه او د عملي کارونو ترسره کولو پروژې ورکول کېږي. امارتي او خصوصي ادارې مکلفې دي چې د مجاهدینوعملي کارونو د پروژو په ترسره کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. دا برنامه په یو نیم کال کې تطبیق کېږي.»

د تخنیکي او مسلکي زه کړ و ادارې سلاکلار عبدالهادي مجاهد بیا وايي، یادې زده کړې به له کاري وختونو وړاندې او وروسته ورکول کېږي او هغه کسان چې دندې هم لري کولی شي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

د مجاهد په باور له دې سره به تر ډېره هغه ستونزې حل شي چې اوس د دولتي ادارو په کاري برخو کې موجودې دي.

مجاهد زیاته کړه: « په زرګونو مجاهدین به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په دوو کټګوریو کې تر روزنې لاندې نیول کېږي او هغوی به د خپلو اخلاقي وړتیاوو ترڅنګ اداري او مسلکي وړتیاوې هم ترلاسه کوي او لکه څنګه یې چې د ازادۍ په لاره کې د خپل ولس حفاظت لپاره سپر په توګه ولاړ وو دغسې به د خادم په توګه په ادارو کې هم ولاړ وي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دغې نوې ښوونیزې طرحې له مخې به د کمپیوټر زده کړو ترڅنګ جذب شویو کسانو ته د عربي او انګلیسي ژبو زده کړې هم ورکړل شي چې په اوسنیو شرایطو کې مهمې بلل کېږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist