بابري لرغونی جومات د مغولو لومړني بادشاه سلطان محمد بابر له لوري په ۱۵۲۸ ميلادي کال کې د هند اتراپردېش ايالت په ایودیا ښار کې جوړ شو.
له عبادت سربېره، د نړۍ له ګوټ ګوټ د بېلابېلو دينونو اديان هم د دې لرغوني جومات ليدو ته ورتلل او په دې توګه به يې په هند کې د مغلو د واکمنۍ دورې په تړاو څېړنې او مالومات کول.
خو د هند په سوداګريز ښار ممبيي کې له خونړۍ چادونې وروسته، يو شمېر افراطي هندوانو د دې جومات پر وړاندې د حساسيت لار خپله کړه او بلاخره يې په ۱۹۹۲ کال کې په بشپړ ډول وېجاړ کړ.
له دې سربېره هم ځينې هندوان کرار پاتې نشول او د بابري جومات پر ځمکه يې د معبد جوړولو هڅې پيل کړې.
دې کار په هند کې مېشت مسلمانان وقهرول؛ خو له ۳۲ کلنې لانجې وروسته، د دوشنبې په ورځ د هند لومړي وزير نريندرا مودي، د بابري لرغوني جومات پر ځمکه جوړ شوی رام معبد پرانېست.
مودي وايي:« دا د هند لپاره یوه نوې سیمه ده، کومه چې ۱۶ مه پېړۍ کې په کې جومات و او د ۲ زره کسانو په قربانۍ سره نن په کې رام مندر پرانېستل شو.»
د هندوستان ځينې ګوندونه او سیاسیون بیت وایي، مسلمانانو له تېرو ۵۰۰ کلونو راهیسې په بابري جومات کې لمونځ کړی، خو په خبره یې د نريندارا مودي پر مشرۍ ګوند ترې په ډېر سیستماټیک ډول دغه جومات واخېست.