د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچې له حکومتي چارواکو سره د لېدنو په لړ کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرسره ليدلي او دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې پر اړيکو خبرې کړي.
یودیچې افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو له امله زیانمن هېواد بللی او زياته کړې يې ده، چې نړيوال افغانستان ته په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي او د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو له امله د راتلونکو زیانونو مخنیوي لپاره ورسره هر ډول مرستو ته چمتوالی لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبري بيا وايي، دا مهال په افغانستان کې فساد، د نشهیي توکو کښت او زورواکي پای ته رسېدلې او په خبره يې، داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې او ټول سرحدونه په قوت سره کنټرول دي.
عبدالکبري زیاتوي: « دا مهال په افغانستان کې فساد، نشهیي توکو کښت او زورواکي پای ته رسېدلې ده. داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوې دي. اروپایي ټولنه دې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او زېربناوو د رغولو په برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار وايي: « د اروپايي ټولنې استازې د اسلامي امارت پر مثبتو پرمختګونو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.»
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له اروپایي ټولنې سره د اړيکو دوام د افغانستان پر ګټه بولي او غوښتنه کوي چې ياده ټولنه دې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زياتې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي: « له اروپايي ټولنې سره زموږ اړیکې مثبتې او ښې کېږي؛ نو دا کولی شي چې له یوې خوا ورسره افغانستان له سیاسي انزوا راووځي او له بلې خوا د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د دغې استازې په وسیله کولی شي د افغانستان عیني واقعیتونو ته انعکاس ورکړي او د ضعف هغو ټکو ته چې د نړیوالو له لوري پرې بحث کېږي، یو مثبت پیغام ولري.»
کارپوهان وایي، سرپرست حکومت له اروپایي ټولنې سره د تعامل له لارې نړۍ ته د خپل مثبت انځور وړاندې کولو هدف ترلاسه کولی شي، خو غوښتنه کوي چې د نړيوال رسميت ترلاسه کولو لپاره سرپرست حکومت ته هم پر خپلو پالېسیو بيا غور کول په کار دي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « اوس په یو ډول ټول د امریکا شنه څراغ ته منتظر دي، چې امریکا افغانستان پر رسمیت وپېژني؛ نو بیا به نوره نړۍ هم افغانستان پر رسمیت وپېژني، زما په نظر دا له افغانانو سره بې انصافي ده، افغانستان باید پر رسمیت وپېژندل شي ترڅو له نړۍ سره تعامل پيدا کړي او په اقتصادي او نورو برخو کې پرمختګ وکړي.»
یوه اوونۍ وړاندې د اروپایي ټولنې شارژدافېرې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره هم کتلي ول او د یادې کتنې پرمهال حقاني له نړيوالې ټولنې سره د اړیکو له پراختيا سربېره غوښتنه کړې وه، چې په نړيوالو سازمانونو کې دې د افغانستان غړيتوب احيا شي.