Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشورتي لویه جرګه نن د پاتې طالب بندیانو په اړه بحثونه کوي

admin by admin
2020/08/08

د مشورتي لویې جرګې غړي به نن د طالب‌ بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي

نن به د جرګې غړې په 50 کمېټو کې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک ترڅنګ له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت ته وسپاري.

د مشورتي لویې جرګې کابو 50 کاري کمېټو تېر ماښام د خپلې لومړنۍ کاري ورځې راپور شریک کړ.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د مشورتي لویې جرګې غړی ضیاءالحق امرخېل ویلي کمېټو د هغو څلور سوه طالب زندانیانو پر سر چې په ازادېدو یې جنجال دی، مشورې او بحثونه وکړل.

امرخېل وویل، نن شنبه به د جرګې ګډونوال خپل اصلي بحثونه پای ته ورسوي او مالومه نه ده چې جرګه به پر دویمه ورځ پای ته ورسېږي او که درېیمې ورځې ته به وغځېږي. 

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په دې حساس پړاو کې د جرګې ګډونوالو تصمیم به تل پاتې او با عزته سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ښه لارښود اوسي.

د عبدالله په وینا که څوک فکر کوي د جنګ له لارې بریالي کېدای شي دا سمه نه ده او اوس ټول افغاانان په یوه خوله دي.

د مشورتي لويي جرګې له جوړېدو سره یو شمېر سیاسیونو مخالفت کړی.

صلاح الدین رباني دغه جرګه نمایشي او له قانون سره په ټکر کې بللې ده.

اوسني طالبان هم  ورسره مخالفت لري خو یوشمېر پخواني طالبان یې هغه وخت پرځای بولي چې د پاتې طالب زندانیانو آزادولو مشوره ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist