Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي له ایراني پلاوي سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

امیر خان متقي له ایراني پلاوي سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/22

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د ایران بشري حقونو د مرکزي دفتر د سکرتر پر مشرۍ یو ایرانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته راغلی  د او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره یې  کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل وايي، د لیدنې پرمهال په دواړو هېوادونو کې د بندیانو ستونزو ته د رسېدو، د بندیانو د استرداد د هوکړې پر پلې کولو، پر اعدام محکومو افغانانو ته پر بدیلو میکانېزمونو او د افغان کډوالو پر اړوندو حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار شوی دی.

تکل زیاته کړې:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو ستونزو د رسېدو، د بندیانو د استرداد موافقتنامې پلې کول، پر اعدام د محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان کډوالو اړوند حقوقي او جنايي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کول په اړه مفصلې خبرې وشوې. متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه د سیاسي او کونسلي استازولیو له خوا بندیانو سره د کتلو او په یاد هېواد د بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. »

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دې هېواد د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال غریب ابادي له د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د ترهګرو او داعش پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه هم غږېدلی او دواړو لورو دې هدف ته د رسېدو لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

تکل وايي، ايراني پلاوي په دې هېواد کې د افغانانو د ځورولو پېښو مخنیوي لپاره د ځينو اقداماتو ژمنه کړې ده.

خو د سیاسي چارو کارپوهان د دې لیدنې په تړاو بیا وېشلې نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« د افغانستان له حکومته زموږ غوښتنه دا ده او ټېنګار پرې کوو چې ایران پر دې قانع کړي چې هېڅ افغان هلته چې په هر جرم نیول شوی وي هغه باید اوږدمهال زندان تېر نه کړي، افغانستان ته راشي او ترڅنګ یې دوی (ایران) پر افغانانو باندې د اعدام حکوم عملي نه کړي او دغه چاره او مسوولیت کابل ته وسپاري.»

د سیاسي چارو کارپوهان کابل ته د ایراني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي او وایي، د ورته سفرونه له لارې د دواړو هېوادونو اندېښنې له یو بل سره پر شريک کېدو سربېره، د حل لارو په اړه بحث او همکاريو ته زمينه برابرېدای شي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«ځېنو مسایلو باندې هوکړه شوې. زموږ هېله دا ده چې د افغانستان اړیکې له ټولې نړۍ سره د دوستۍ او ورورولۍ پر اساس وي. کوم اختلاف چې له ځېنو هېوادونو سره رامنځته شوي، لکه څرنګه چې ایران سره هڅې روانې دي باید له نورو هېوادونو سره هم دغه اړیکې له سره ورغول شي ترڅو موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات  خاوندان شو.»

ايران که څه هم اسلامي پر رسميت نه دی پېژندلی، خو د ګاونډي هېواد په توګه يې له افغانستان سره تعامل روان ساتلی دی.

اسلامي امارت هم په وار وار ډاډ ښودلی، چې د متقابل احترام د اصل په چوکاټ کې له هېوادونو سره د نېکو او حسنه اړيکو غوښتونکی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist