Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د حکومت څرنګوالی او په کې نورو ته د ونډې ورکړه د افغانانو کار دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/21

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، کابل ته یې سپارښتنه کړې څو د رسمیت پېژندنې لپاره باید نورو پرګنو ته هم په حکومت کې ونډه ورکړي.

لاوروف د افغانستان په تړاو خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې چې اړینه ده اسلامي امارت په حکومت کې سیاسي ګوندونو ته هم ونډه ورکړي او دغه کار کولی شي افغانستان د نظام له نړیوالې رسمیت پېژندنې سره مرسته وکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.

مجاهد شمشاد ته وویل، د نظام او حکومت څرنګوالی او په کې نورو ته د ونډې ورکړه د افغانانو کار دی او په دې تړاو به پرېکړې د ملي ګټو پر اساس کیږي.

د مجاهد په خبره،  اوسنی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې برخه لري.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت د روسیې په ګډون له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي دا اړیکې پياوړې او د باور وړ شي. همداراز له نورو هېوادونو غواړو چې د افغانستان په کورنیو موضوعاتو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه کړي. په افغانستان کې د حکومت څرنګوالی، شمولیت او نه شمولیت دا د نورو هېوادونو دنده نه ده، د افغانستان د خلکو دنده ده او څه چې د افغانستان ملي ګټو ایجابوي؛ هماغه تصمیم دلته نیول کېږي. اوس هم حکومت ټولګډونه دی، ټولې پرګنې په کې دي او د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي. له روسیې موغوښتنه دا ده چې د یوه هېواد په توګه له افغانستان سره تعامل ولري.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د حکومت د څرنګوالي په تړاو بهرنۍ نسخې پایله نه ورکوي او نه هم هغه ډول حکومتونه چې د بهرنیانو په خوښه د سهامي شرکتونو په شکل کې رامنځ ته شي.

دوی وايي، لا هم په افغانستان کې داسې سیاسي څېرې حضور لري چې ملي ګټو ته ژمنې دي او باید د حکومتولۍ په برخه کې ترې ګټه واخېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « په افغانستان کې هېڅکله پردۍ نسخې نتیجه نه ده ورکړې. له نېکه مرغه چې موږ د افغانستان دننه په ملکي او نظامي برخو کې بهترین کادرونه لرو، بهترین وطن دوسته سیاسي شخصیتونه لرو او دا د حکومت دنده ده چې دوی جذب کړي او په ورته وخت کې اساسي قانون جوړ شي او دلته قانومندي راشي، نو نور به د پردیو لاسوهنو ته هم پلمه نه وي، د سهامي شرکت قدرتونه او یا د قدرت د وېش خبره ناکامې تجربې دي، د افغانستان درد نه دوا کوي او افغانانو ته هم د منلو وړ نه دي.»

ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت باید هغو سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړي چې ریښتیني دي او د هېواد پرمختګ او ثبات لپاره ژمن دي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده چې سرپرست حکومت باید د احزابو پر قانون له سره غور وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « د افغانستان خلکو ملي او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانون په بیا ځلې توشیح سره دې، هغو ګوندونو ته چې قانون ته ژمن دي او د هېواد ابادي، پرمختګ او پراختیا غواړي د فعالیت اجازه ورکړل شي او دوی دې نه محدودوي، ځکه دوی کولی شي د خپلو غړیو په معرفي کولو سره حکومت جوړونه کې ونډه واخلي او حکومت ته مثبت اواغېزناک تمام شي.»

دا لومړی ځل دی چې روسیه د افغانستان په اوسني نظام کې د پخوانیو سیاسي ګوندونو د ونډې غوښتنه او وړاندیز کوي.

کتوونکي په دې باور دي چې ډېری پخوانیو سیاسي ګوندونو افغان ولس ته ازموینه ورکړې او نور د باور وړ نه دي؛ خو په کار ده چې په دغه برخه کې شته تشه له قانوني لارو ډکه شي او پر حکومت د سالمو نیوکو لپاره د سیاسي ادرس پر جوړښت هم فکر وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist