طالبانو او امریکا د بین الافغاني خبرو او روان وضعیت په تړاو خبرې کړي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، تېر ماښام د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره خبرې کړي.
سهیل شاهین لیکلي، دغه ویډیو لیدنه کې د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په تړاو خبرې وشوې.
شاهین زیاته کړې چې، دواړو خواوو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم ګڼلی.
دغه راز هغه لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لوی اختر په مناسبت له شوي اوربند هرکلی وکړ.
طالبان په داسې حال کې د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون خبره کوي چې افغان حکومت د دې بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره راتلونکې جمعه مشورتي لویه جرګه راغواړي.











