تېره ماښام نږدې اووه بجې وسله والو د ننګرهار محبس په لومړي قرول کې لومړی د موټر بم په وسیله ځانمرګی برید وکړ چې وروسته محبس او نژدې یوې پلازې ته چې په کې کورنۍ استوګنې وې، ځانونه ورسول او له هماغه ځایونو یې پر افغان ځواکونو ډزې کولې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د ننګرهار پر محبس برید د ۱۱ بریدګرو په وژل کېدو، د ۴۰ کورنیو او د ۴۳۰ بندیانو په ژغورلو سره پای ته ورسېده.
د والي ویاند د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې ۱۱ بریدګر وژل شوي او ۱۰۲۵ بندیان د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي دي.
خو د پوځ لوی درستیز بیا وایي چې بریدګر لس تنه ول، خو د والي ویاند وایي چې بریدګر ۱۱ تنه ول، چې د لس تنو جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.
خوګیاڼی زیاتوي، پېښه کې ۲۵ تنه چې په کې درې تنه بندیان، دوه امنیتي منسوبین او شل تنه ملکي وګړي شامل دي، وژل شوي او ۴۸ نور ټپيان شوي دي .











