نړۍ کې د کرونا ویروس پیښې له اتلس میلیونو واوښتې.
د جان هاپکینز پوهنتون وروستۍ څیړنې ښيي چې څه باندې ۱۰ میلیونه کسان له کرونا رغیدلي دي.
اخوا د دغو څیړنو له مخې ۶۸۸ زره کسان دې مرګونې ناروغۍ مړه کړي دي.
سپینه ماڼۍ کې روغتیايي چارواکي وايي په امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۴ نیم میلیونه دی او د مړو شمیر بیا ۱۵۰ زرو زیات دی.
بل لور ته په بریټانیا کې داسې ټیسټونه کیږي چې د ۹۰ دقیقو په ترڅ کې ویروس پیژني او پایله وړاندې کوي.
له امریکا وروسته برازیل هغه هیواد دی چې کرونا ډیر ځپلي دي.
برازیل کې اوس مهال ۲.۷ میلیونه کسان په کرونا اخته دي چې څه باندې نیمه برخه یې مړه شوي دي.
همدا راز روغتیا سازمان اوس هم خبرداری ورکوي چې کرونا ویروس یو ستر ګواښ دی او تر ډيرې مودې به پاتې شي.











