د ننګرهار والي ویاند، عطا الله خوږیاڼی وايي، جلال اباد کې پر محبس د وسله والو په برید کې ۲۹ تنه وژل شوي او نږدې ۵۰ تنه ټپيان دي.
د خوږیاڼي په خبره برید نږدې ۲۰ ساعته دوام وکړ.
دا برید داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان شوی و.
طالبانو په یاده جګړه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
د ملي دفاع وزارت بیا وايي، په برید کې پنځه وسله وال او درې بندیان وژل شوي دي.
داعش ډلې د دغه برید مسؤولیت منلی دی.
اخوا خوږیاڼی وايي، پر محبس له برید وروسته شاوخوا زر بندیان چې د تېښتې هڅه یې کړې وه، نیول شوي دي.
سرچینې بیا وايي، زندان کې ۱۵۰۰ تنه بندیان و چې درېمه برخه یې د داعش اړوند ول.











