کابل کې د ټاکنو کمېسیون ته نږدې ځانمرګی برید شوی
د کابل پولیسو ویاند، بصیر مجاهد وايي چې د کابل په نهمه ناحیه کې د ټاکنو کمېسیون ته نږدې ځانمرګی برید شوی دی.
مجاهد وايي، ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې پېژندل شوی و.
مجاهد وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې د ټاکنو کمېسیون ۴ کارکوونکي او یو پولیس ژوبل شوي دي.
مجاهد زیاته کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی دی.
تر اوسه د ځانمرګي برید پړه چا نه ده منلې.