حکومت د طالبانو په لېست کې ۶۰۰ نومونه په ګوته کړي و چې په وینا یې جرم یې خطرناک او یو شمېر یې بهرنیان دي او له خلاصون سره یې کلک مخالفت ښودلی وه.
اوس باوري سرچینه وايي، تېره ورځ ناوخته د طالبانو د تخنیکي ټیم تر تایید وروسته یو پنځوس طالبان له څرخي پله زندان څخه خوشې شول او ټاکل شوې چې نن هم په همدومره شمېر له باګرام زندان څخه ازاد شي.
حکومت تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې نظر دا وه چې دغه بندیان به خوشې نه کړي.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وايي، ډېری بندیان خوشې شوې او باید دا پاتې نور هم ژر ازاد کړل شي، ځکه چې د بین الافغاني خبرو په وړاندې یواځینی خنډ د بندیانو نه خلاصون دی.
د بین الافغاني خبرو په وړاندې ظاهرا د بندیانو نه خلاصون او د جګړو زیاتوالی اساسي خنډونه بلل کیږي چې د مصالحې شورا بیا په دواړو غاړو د حل غږ کوي.
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي: (( طالبان او افغان حکومت باید په داسو ټکو باندې ټینګار وکړي چې هغه له سولې پروسې سره مرسته کويی. پر هر هغه اعمالو باندې ټینګار چې د سولې د پروسې د ځنډ لامل ګرځي، دا د افغانستان د خلکو په خیر نه ده.))











