Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

رحمت الله نبیل: افغاني سوله نیابتي شوې او په دې پروسه کې افغانان حاشیې ته کیدل یوه معامله ده

admin by admin
2020/07/25

د ملي امنیت پخوانۍ مشر رحمت الله نبیل د افغان سولې خبرو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د پاکستان پر نیت شک لري او د سولې پروسه یوه معامله بولي.

رحمت الله نبیل نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال پر حکومت نیوکې وکړې چې د نظام د بقا پر ځای یې نظام کمزوری کړی او په ډیورنډ کرښه کې د اغزن سیم په تړاو چوپ پاتې دی.

نبیل دغه راز د افغانستان راتلونکي وضعیت ته اندېښنه وښوده او د نورو جنګي ډلو د پیدایښت خبرداری یې ورکړ.

رحمت الله نبیل په دې باوري دی چې د افغانستان برخلیک او کنترول یو ځل بیا د پاکستان لاسته ور روان دی او د افغان سولې په خبرو کې د زلمي خلیلزاد پر ښه نیت شک لري.

نبیل وویل: ((مونږ باید په افغان سولې شک وکړو. ولې د افغانستان خلک د سولې پروسې څخه بهر ساتل شوي دي؟ ولې پاکستان ته د افغان سولې په تړاو د ویټو حق ورکړل شوی دی.))

نبیل وايي، د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا ګټو ته ډېر ژمن دی او د ځینو هېوادنو لپاره د سولې پروسه اقتصادي او سیاسي شوې ده.

نبیل زیاتوي، تر اوسه د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه روښانه نه ده، چې څه په کې دي او دا د دې ښکارندوي کوي، چې د امریکا له وتو وروسته به جګړه توده شي.

رحمت الله نبیل د حکومت پر ساسي مشرانو  نیوکې وکړې، چې خپلمنځي اختلافاتو یې ملي یوالي ته زیان رسولی دی.

نبیل وایي چې په ډيورنډ کرښه کې د پاکستان لخوا غزول شوی اغزن سیم باندې شکمن دی چې معامله به شوې وي او که داسې نه وي نو ولي حکومت چپ پاتې دی.

نبیل په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې پاکستان ډېر زیات امتیازونه لکه د اغزن سیم غزول، اخیستي او  په وینا یې چې پاکستان حتی په افغان حکومت کې افراد هم مقرر کړي دي.

نبیل همدا راز له طالبانو وغوښتل، چې روان جګړه یواځې افغان وژنه ده او په هېواد کې لویه توطیه روان ده چې له مخې یې افغانستان کې د جګړې لمن پراخه شوې.

د ملي امنیت پخواني مشر دغه راز وویل چې د سولې لپاره اوسنۍ فورمول کار نه کوي او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله باید له ځانه سره څو مخور او د ولسي جرګي غړي یوځای کړي او په  مستقیم ډول په قطر کې له ملابرادر سره د افغانانو پر پوښتونو او اندېښنو خبرې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist