Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان او ایران په تېرو دوو اونیو کې له ۴۰ زرو زیات افغان کډول رااېستلي

پاکستان او ایران په تېرو دوو اونیو کې له ۴۰ زرو زیات افغان کډول رااېستلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/16

پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو نږدې ۱۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان او ایران ۴۲ زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي.

تخاري وايي، د پاکستان په زندانونو کې زرګونه افغان کډوال بندیان وو، چې د افغانستان حکومت په هڅو ډېری هغه یې بېرته ازاد شوي دي.

 د تخاري په خبره، د پاکستان په زندانونو کې نږدې ۲۸۰ پاتې افغان کډوال لاهم بندیان دي او هڅه کوي چې هر څه ژر يې له زندان ازاد کړي.

هغه زیاتوي: « په ۲۰۲۳ کال کې هغه زندانیان چې د پاکستان او سند حکومت له لوري نیول شوي وو په دې کې ۳۱۴۲  کسان  موږ ازاد او هېواد ته مو واستول. دوی ټول د اسلامي امارت په هڅو راخوشې شول. اوس مهال موږ د پاکستان په زندانونو کې ۲۷۹ کسان لرو، چې په دې کې هم ډېری یې راخوشې کېږي او هڅې روانې دي چې دوی ټول ژر تر ژره راخوشې شي او خپل هېواد ته ستانه شي. اوس مهال افغانانو ته وضعیت ښه دی، نیول کېږي نه او په ارامه خپل ژوند کوي.»

له دې سره هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي وايي، اوس د پاکستان د حکومت چلن له افغان کډوالو سره نرم شوی او یواځینۍ ستونزه چې دوی ورسره مخ دي، د کډوالۍ کارتونو نوي کول دي چې په خبره يې د پاکستان حکومت له لوري یې په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر ملک مجاهد شینواری وايي: « په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت بیخي ښه دی، هېڅ ستونزه ورته نشته، په ټولو ځایونو کې د پولیسو لخوا هېڅ کومه ستونزه ورته نه شته، نیول کېږي نه؛ خو یوازې همدا یوه اندېښنه له افغان کډوالو سره شته چې د کارتونو وخت یې پوره شوی. د پاکستان حکومت سفران وزارت د هر ولایت د پولیسو بېلابېلو محکمو ته یو مکتوب استولی، چې له افغان کډوالو سره به څوک غرض نه لري.»    

 پاکستان کې یو افغان کډوالو ملک اول خان میاخېل وايي: « موږ د پاکستان حکومت او د افغانستان له موجوده حکومته غواړو چې دوی دې خپلې اړیکې ښې وساتي، هغه افغان کډوال چې دلته اوس موجود دي، هېڅ ستونزه نه لري. موږ د پاکستان له ملته ډېره مننه کوو چې دا ۴۰ کاله مو دلته ورسره ډېر په خوښۍ ژوند کړی. موږ غواړو حکومتونه دې په خپل منځ کې سره تفاهم او جوړښت وکړي.»        

بل خوا ایراني چارواکو خبر ورکړی چې په تېرو لسو ورځو کې یې نږدې ۱۴ زره هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد يي نه لرل، بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران د خراسان رضوي سیمه‌يیز چارواکي وايي، دا هغه افغان کډوال دي چې ایران کې په ناقانونه توګه اوسېدل.

د خراسان رضوي سرحدي پوليسو قومندان مجید شجاع وايي:« په نږدې دوو اونیو کې مو ۱۳۸۵۲ هغه افغان کډوال، چې د ایران قانوني اسناد یې نه لرل، د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ به دوام وکړي.»

بل پلو ترکي رسنیو خبر ورکړی چې پولیسو دغلته هغه ۹۹ افغان کډوال نیولي، چې دې هېواد ته په ناقانونه توګه وراوښتي وو.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، تر اوسه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له بندرونو په زور را ايستل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist