د هرات ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ خم زیارت سیمه کې د هوايي برید له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، برید پر هغو کسانو شوی چې د قاري غلام نبي په نوم د یو تن طالب قومندان ته د ښه راغلاست په موخه راټول شوي وو.
د سیمې اوسېدونکو په وینا، یاد طالب قومندان تازه د څرخې پله له زندان څخه آزاد شوی وو.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي یا هم ټپیان دي.
له بلې خوا، د هرات د ملکي روغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزی وايي چې تراوسه د پيښې له ځایه ورته پنځه ټپیان وروړل شوي دي.
د هرات ولایت مقام بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي چې په دغه برید کې عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح الله اکبري، ملا محمد چې په ادریس مشهور دی او ملا عبدالحق چې د اسامه په نوم مشهور دی له یو شمېر نورو طالبانو سره وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د طالبانو مشهور قومندانان دي او د بریدونو د پلانولو په موخه سره راټول شوي وه.
د هرات د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي مسؤول ډګروال فضل احمد بیا وايي چې سیمه کې د ملکي وګړو پر یو سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یو تن طالب چې خالد نومیږي او تازه ازاد شوی وه، د غونډې پر مراسمو دوه ځلي هوايي برید شوی دی.
هغه ویلي، برید کې شلو کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې اته تنه وژل شوي او دولس ټپیان دي.
له بلې خوا، ولایتي شورا کې د ادرسکن ولسوالۍ مخکنی غړی او د دې ولسوالۍ قومي مشر صولت خان وايي، پېښه کې تراوسه اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، ممکن د دغه برید د تلفاتو شمېره لوړه شي.











