Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست پسته پالې سیمې اوسېدونکي: هېڅ حکومت مو تر اوسه اساسي ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې

د خوست پسته پالې سیمې اوسېدونکي: هېڅ حکومت مو تر اوسه اساسي ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/16

د خوست مرکز په څو کیلومټرۍ کې پرتې د پستې پالې په سیمه کې شااوخوا ۵۰۰  کورنۍ مېشتې دي.

د اوسېدونکو په څېرو کې يې محروميت له ورايه ښکاري او ان تر دې، چې له دې وړاندې له رسنيو سره نه دي مخ شوي او له همدې کبله خبريالانو ته حېران ګوري.

دوی وايي، د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله کلونه کېږي، چې د ژوند هرې برخې د ستونزو کړاو ګالي.

د پستې پالې سیمې یو تن اوسېدونکي وايي: « هېڅ حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې، که په جمهوریت که وه او که اوس اسلامي امارت دی. زموږ غږ چا نه دی اورېدلی، خلک هم بې کاره او مجبور دي.»

د پستې پالې یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « په دې وطن کې اوبه نشته، لارې او سړکونه خراب دي، کلېنیکونه او ښوونځي خراب دي، په هره برخه کې ستونزې لرو، بې وزله خلک نه موټر لري، نه موټرسایکل لري؛ نو له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

ځایي اوسېدونکي همدا راز وايي، د سړک خرابولي، روغتیایي خدمتونو نشتون، بې‌روزګارۍ او پر بد اقتصادي وضعیت سربېره د ښوونځي ودانۍ او لېسې نه لرلو له امله یې د سیمې له ډېرو ځوانانو زده‌کړې هم په نیمه کې پاتې کېږي.

د پستې پالې سېمې یو تن اوسېدونکی وايي:« د همدې ستونزو له امله زموږ ډېری زده کوونکي ابتداییه دوره پای ته ورسوي او بیا په کور کېني.»

هم مهاله ځایي چارواکي ډاډ ورکوي، چې په خوست کې به د لرو پرتو سیمو مېشتو وګړو لپاره منظم پرمختایي پلانونه پلي کړي.

د دوی په خبره چې په دې تړاو یې د یادو سیمو له خلکو سره مشورې او ناستې کړي څو په دې برخه کې اساسي اړتیاوې مشخصې او کار پرې وکړي.

د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت وايي: « په ټوله کې د خوست ولایت څومره ولسوالۍ چې دي، هغه که په لرو پرتو سیمو کې دي او که نږدې د دوی ستونزې موږ درک کړې او دا ستونزې به حلوو؛ ان شاءالله.»

له دې وړاندې د خوست نورو سيمو اوسېدونکو هم ورته شکايت کړی او له حکومت يې غوښتي چې د ستونزو حل په موخه دې ورته کافي او هر اړخيز خدمتونه وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist