تېره شپه د هلمند او کندهار پر لویه لارې پر افغان ځواکونو دوه موټر بم چاودنې شوې دي.
لومړۍ چاودنې د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د ملي اردو پر کنډک شوې چې په کې درې سرتېري وژل شوي، درې پولیس او شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
له دې وروسته د هلمند او کندهار پر لویه لارې د ملي امنیت پر یوې قطعې هم موټر بم چاودنه شوې ده.
تر اوسه د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.











