Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ: سولې لپاره هېڅ شرط نلرو او افغانستان کې د جګړې ختمول غواړو

admin by admin
2020/07/21

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبانو د سولې خبرو د پیل لپاره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی باید د سولې پروسې ته چمتو شي.

صدیقي دغه راز وویل چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی افغان حکومت ته د منلو وړ نه دی او د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې بهیر او د خلکو سولې ته د رسېدو هیلې زیانمنوي.

د ولسمشر ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان حکومت د سولې لپاره هېڅ شرط نه لري او افغان جګړې ته د پای ټکی کېښودل غواړي.

صدیقي دغه راز په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې ته د رسېدو فرصت له لاسه ورنکړي.

صدیقي دا هم وویل چې طالبان دې باید په افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه ومني او هیله یې څرګنده کړه چې طالبان به یوه ورځ له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

صدیقي د طالب بندیانو د خلاصون په اړه وویل چې افغان حکومت د هوکړې له مخې تر دې مهاله د طالبانو ۹۰ سلنه بندیان خوشې کړي دي.

د ولسمشر ویاند همدا راز وویل چې داسې هېڅ سروې نه ده شوې چې وښيي د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او وروستۍ سروې په ۱۳۹۵ کال کې شوې چې ښيي ۵۵ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، ولسمشر غني ویلي وه، چې افغانستان کې ۹۰ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ولسي جرګې لخوا د ملي دسترخوان د پروګرام رد کېدو ته په غبرګون کې وویل چې د ولسي جرګې غړو د یاد پروګرام په اړه معلومات نه درلودل او باید مخکې له دې چې یاد پروګرام رد کړي، په اړه یې دقیق معلومات راټول کړي وای.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist