Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان اسلامي نظام تخریب کړي

عبدالکبیر په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو هېواد ته د پانګې را انتقالولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

وروسته له هغې چې ملي سوداګر میرویس عزیزي د انرژۍ او اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو د پانګونې اعلان وکړ، ورسره جوخت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل چې هېواد ته راوګرځي او همدلته پانګونه وکړي.

عزيزي هرات کې يوې ناستې ته په وینا کې ویلي،  له یادې پانګونې يې موخه د هېواد اقتصادي وده او زرګونه ځوانانو ته د کاري زمینې برابرول دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د نوموړي پانګونه ستایي او په بهر کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې له بهر څخه خپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي.

عبدالکبیر زیاتوي:« بېګاه به تاسو په فېسبو کې لېدلي وي، یو افغان سوداګر چمتو دی افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. د عزیزي بانک مسوول هرات ته په خپله طیاره کې راغی. تر اوسه پورې کوم هېواد دې ته راوړاندې شوی چې پانګونه وکړي. یو افغان سوداګر چې دا جرأت کوي، بل افغان سوداګر به یې هم وکړي. نو هغه افغانان چې په داخل د افغانستان کې دي هغوی هسې هم کارونه کوي، له هغوی موږ خوشاله یو او قدرداني یې کوو. هر حق یې چې پر موږ باندې وي موږ پر دواړو سترګو ورته تیار یو. کوم افغانان چې سرمایه داره خلک دي، شرکتونه لري، اقتصادي وضعیت یې ښه دی، په بهر کې ژوند کوي له هغوی هم زموږ غوښتنه دا ده چې په بهر کې دوی مالیه ورکوي، مزدوران په کار اچوي. افغانستان ته دې را شي.»   

عبدالکبیر وايي، د قوشیپې کانال او واخان پراختیایي پروژو  پلي کول د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او په بشپړېدو سره به يې له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بساينې ته نږدې شي.

د عبدالکبير په خبره،  د واخان لارې په جوړېدو سره به په انتقالاتو کې د سوداګرو ستونزې حل او توکي به یې اروپایي هېوادونو ته صادر شي.

هغه زیاتوي:« زموږ او تاسو د واخان سړک که چېرې له چین سره ونښلول شي، تاسې خپله فکر وکړئ؟ تاسو سوداګر په خپله پر دې پوهېږئ. د اقتصاد برخه کې دا څومره مهم دی. زموږ او تاسو افغان تجارانو مالونو باندې به ځېنو ځایونو کې دومره وختونه ورباندې تېر شول چې جرمانه به پرې دومره حد ته ورسېده چې نور به دې اړ شول چې خپل مالونه پرېږدي،ځکه چې نوره به یې ورته ګټه نه کول. »

د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د امنیت له ټينګېدو سره په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

د دوی په خبره، اوسني ډاډمن امنيت ته په پام سره ځينې هېوادونه ښايي روان کال د کانونو، د انرژۍ تولید او د اوبو مديريت په برخه کې پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د میروېس عزیزي پانګونه ستایي، خو غوښتنه کوي چې عزیزي دې پانګه هېواد ته را انتقال کړي، څو پر اقتصادي ودې سربېره په هېواد کې د بې‌روزګارۍ او فقر کچه ښکته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي:«  دغه ژمنه د افغانستان په اقتصاد کې، د بې کارۍ په له منځه وړلو کې، د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې ډېر مهم رول لري او نړیوالو ته وښایو که چېرې تاسو په افغانستان کې پانګونه کوئ  او که نه، زموږ افغانان راځي او افغانستان پر خپلو مټو او پانګو باندې ابادوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ملي پراختیا امارتي شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کې ويلي، چې د قوش‌تیپې کانال په څېر د لویو پراختیایي پروژو پلي کول د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist