ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان په نوم د حکومت نوی پروګرام رد کړ.
افغان حکومت ددغه پروګرام لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي و.
وکیلان وايي، حکومت دې دا پیسې په ټول ګټو پروژو لکه برښنا بندونو، سړکونو او نورو بنسټیزو پروژو باندې مصرف کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم خلکو د ملي دسترخوان په نوم د حکومت په دې پروګرام نیوکې درلودې او دا یې د ولس په نوم له خلکو غلا یادوله.
افغان حکومت تر دې دمه د کرونا ناروغۍ په پلمه میلیونه ډالر مرسته شوې پېسې لګولي خو عام خلک وايي، د مرستو وېش کې بې عدالتي شوې او مستحق خلک له پامه غورځيدلي.











