Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې څلورو ولایتونو کې څه باندې زرو کسانو ته حرفوي زده‌کړې پیل کړې

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې څلورو ولایتونو کې څه باندې زرو کسانو ته حرفوي زده‌کړې پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له دوو خصوصي بنسټونو سره په تفاهم ۱۳۹۳ کسانو ته په څلورو ولایتونو بغلان، بامیان، دایکندي او کابل کې د شپږ میاشتنيو حرفوي زده‌کړو پروګرام پيل کړ.

مسوولان وايي، هغه کسان چې د يادو بنسټونو له لوري سروې شوي وو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو سره په ګډه همکارۍ یې نن خپلې زده‌کړې په څوارلسو بېلابېلو کرنې، مالدارۍ، خیاطۍ، مستريتوب او نورو برخو کې پیل کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د حرفې د ثبت امر روح الله هوتک وايي: « په ټولو ولایتونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د زمینې برابرولو په برخه کې دغه اداره ۶۸۵۰ تنه شکیل لري، چې پر مټ یې تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې هېوادوالو ته وړاندې کېږي. له دواړو موسسو سره د نړیوال تفاهم را وروسته چې د ادارې په اډانه کې له دوی سره زموږ د پلان او ستراتیژیک ریاست د همغږۍ په چوکاټ کې د مقام له خوا هوکړه لیک لاسلیک شوی دی، هر یو په حرفوي برخه کې خپل جلا جلا لګښت کوي.»

د حرفوي زده‌کړو دغې شپږ میاشتنۍ پروسې ته د شخصي بنسټونو له لوري نږدې ۸۲ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي، چې ۶۶ میلیونه یې د اغا خان بنسټ له لوري ۱۱۰۰ تنو ته د شپږو میاشتو زده‌کړو په موده کې مصرفېږي او پاتې هغه یې د روپاني بنسټ له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې په ۲۹۳ تنو د شپږو میاشتو په موده کې مصرفېږي.

د زده‌کړو لپاره معرفي شوي کسان وایي، چې ټولو ولایتونو ته دې دغه پروسه وغځېږي؛ څو له زده‌کړو پاتې کسان وکولای شي حرفوي زده‌کړو ته لاس رسی پیدا کړي او نورو هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي.

د حرفوي زده‌کړو ګډونوال نصرت الله وايي: « له سروې وروسته چې کوم ځوانان مستحق وګڼل شول دوی یې دې پرګرام ته ونیول. د سروې پروسه یې ډېره شفافه وه او بیا بیا یې څېړنه وکړه ترڅو مستحق کسان پيدا کړي.»

د حرفوي زده‌کړو یو بل ګډونوال عبدالکریم وايي: « موږ له اسلامي امارته ډېر خوښ یو چې دا پروسه یې په لار اچولې، دلته موږ ټولو ځوانانو ته حرفوي زده کړې راکول کېږي او له دې لارې به ځانته یو کاروبار پيدا کوو؛ نو له دې پروسې ډېر خوښ یو.»

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دفتر رئیس مبشر اغا وایي، چې په ټول هېواد کې د یادې ادارې د ۴۰۰ مرکزونو په شتون سره به د تخنیکي، حرفوي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې هېوادوالو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ څو د ځوانانو د فکري وړتیا له استفادې سره سم هغوی  ته کاري فرصتونه برابر شي.

هغه زیاتوي: « په ټوله کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې مهم رول لري. په دې برخه کې د ځوانانو له فکري، ذهني اوعلمي ودې او د دوی له وړتیاوو په استفادې به بازار کې دوی ته د کار زمینه مساعدېږي.»

د دغې ادارې د ډېری مسوولینو غوښتنې دا دي چې د دې خصوصي بنسټونو په څېر دې نور بنسټونه هم د نقدي مرستو پرځای هېوادوالو ته د حرفوي زده‌‌کړو زمینه برابره کړي؛ څو وکولای شي خپلې اقتصادي اړتیاوې د خپل تخنیکي، حرفوي او مسلکي هنر له لارې پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist