Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاسپورټ ریاست کابل کې د پاسپورټونو وېش دوه نوي مرکزونه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/14

د پاسپورټ ریاست د تېرې چهارشنبې په ورځ پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د ترلاسه کولو لړۍ پېل کړه.

د یاد ریاست ویاند نور الله پتمن وايي، دغه لړۍ یې د پاسپورټ ترلاسه کوونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پېل کړې او یوازې تېره چهارشنبه يې څه باندې ۲۰ زره کاغذې عریضې یې ترلاسه کړي، چې چارې به يې په چټکۍ سره برسي شي.

پتمن زیاتوي: « په لومړۍ ورځ زرګونه کسان راغلي وو چې له دې ډلې مو ۲۰ زره کسانو څخه سپینې عریضې واخېستې او ټوکن مو ورکړ. پر دغو عریضو او ټوکنو کار روان دی، نن د اوونۍ لومړۍ ورځ یعنې شنبه ده او د دې ورځې ټوکن چې چا ترلاسه کړي ول، پر هغې کار روان و، نن عریضې ووېشل شوې، هېوادوال راغلل، څوک پیسې تحویلوي او څوک نور مراحل پرمخ وړي.»

پتمن وايي، د پاسپورټ ریاست رهبري د يوې داسې طرحې پر جوړولو کار پيل کړی چې له بشپړېدو سره به یې په کابل کې د پاسپورټ د وېش دوه نوي مرکزونه جوړ شي.

د پتمن په خبره، په کابل کې يې د پاسپورټونو د ویش نویو مرکزونو له جوړېدو موخه د پاسپورټ د وېش په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

هغه زیاته کړه: « کله چې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړو او کافي سټاف ورته برابر کړو، کومو وسایلو ته چې اړتیا ده دا ترلاسه کړو، له هغې وروسته به نور مرکزونه هم پرانیزو، ښايي دوه نور مرکزونه خلاص کړو چې پر طرحه یې کار کېږي، ځکه یو مرکزي ریاست بسنه نه کوي، ترڅنګ یې باید نورې څانګې هم خلاصې شي، ترڅو هېوادوال په اسانۍ پاسپورټ ترلاسه کړي.»

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې په ورځنۍ توګه شاوخوا ۸زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

پتمن وايي، د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

پتمن زیاتوي: « د پاسپورټ په برخه کې چې چا جعلکارۍ او هڅې کولې هغوی نیول شوي او اړونده قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي، د ۱۴۰۱ کال په شا او خوا کې نږدې ۲۰۰ جعکاران او کمېشکاران نیول شوي وو؛ نو په ټوله کې د پاسپورټ ریاست په پروسه کې موږ هڅې وکړې چې د جعلکارۍ مخه ونېسو.»

نوموړی وایي، دم‌ ګړۍ د پاسپورټ اخېستلو په برخه کې د کمېشن ‌کارۍ کچه ټېټه شوې ده.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره  پاسپورټونه وېشل شوي او دغه رياست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته د پاسپورټ تعرفو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به، له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist