Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې له امله بشري وضعیت ناوړه ده

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې له امله بشري وضعیت ناوړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/14

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (اېچ.آر.ډبلیو) په خپل کلني راپور کې چې دوې ورځې وړاندې يې خپور کړی ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې له بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی دی.  

د یاد سازمان د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې هغه يوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له کار او تعلیمه بې برخې پاتې شوي.

په راپور کې ادعا شوې چې سرپرست حکومت د بیان ازادي ځپلې، خبریالان، مدني فعالان او ځینې معترضې مېرمنې یې نیولي دي.

د راپور یوه برخه: « افغان مېرمنې نه یوازې له کار او زده کړو بې برخې شوي، بلکې اوس نه شي کولی په ټولنه کې په خپلواکه توګه د کورنۍ نورې چارې ترسره کړي. طالبانو د افغان مېرمنو پر مدني فعالیتونو له بندېزونو سربېره هغوی په دولتي او غېر دولتي ادارو کې له کاره منعه کړي او ډېرې مېرمنې د مدني فعالیتونو له امله نیول شوي هم دي.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت د بشري حقونو په برخه کې ستونزې لري؛ خو نړیوال سازمانونه دې د بشري حقونو په تړاو د دا ډول څرګندونو پر ځای په افغانستان کې د شته  ناوړه  بشري وضعیت له مهارولو سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « له بده مرغه د تېر په څېر د سیاسي موخو په خاطر پر دې خبرو بحثونه کوي، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د افغانستان میلیونونه کسان له بې وزلۍ سره مخ دي، دې خلکو ته د ملګرو ملتونو د سازمان پیغام څه دی؟»

یو شمېر نور بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له راپور سره تر ډېره موافق دي. د دوی په خبره سرپرست حکومت دې د یوه قانون له مخې د ښځو او نجونو زده کړو او کار ته اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د بشري حقونو سازمان ځېنې خبرې واقعیت لري، ځکه نجونې لاهم په کور ناستې دي، ښځې د  کار او اشغال اجازه نه لري، ژورنالېستان هم ګواښل کېږي، همداراز سیاسي او مدني فعالیتونه منع دي او دا یو عیني واقعیت دی، دولت او نظام ته په کار ده چې دې مسایلو ته د قانون په چوکاټ کې ازادي ورکړي.»          

د بشري حقونو د څار نړيوال راپور په اړه مو د اسلامي امارت د وياند نظر وغوښت، خو ځواب يې رانه کړ.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ويلي ول چې د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو په نقض کې کموالی نه دی راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist