Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان اسلامي نظام تخریب کړي

عبدالکبیر: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان اسلامي نظام تخریب کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/14

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې په کابل کې یې یوې ناستې ته وینا کوله وویل، دا ځل به هېڅ هېواد او د هغوی داخلي لاس پوڅو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان اسلامي نظام تخریب کړي.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وايي، که هر هېواد د افغانستان اسلامي نظام د تخریب اراده لري نو له دې وړاندې دې د افغان ولس د مېړانې تاریخ مطالعه کړي.

هغه زیه کړه: « نه پردیو ته اجازه ورکوو چې زموږ وطن را خراب کړي او نه غلامانو افغانانو ته دا اجازه ورکوو، چې د پردیو په لمسون دا وطن خراب کړي، هېچاته نه د لاسوهنې او نه د شومو حرکاتو اجازه شته، که څوک دا کار کوي نو افغانانو هم بهرنیانو ته درسونه ورکړي او هم یې د پردیو غلامانو ته درسونه ورکړي، که هر څوک دلته راځي د افغانانو غېرت، موقف او تاریخ نړۍ ته مالوم دی.»

مولوي عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پر اساس د هغو هېوادونو په شمول چې پر افغانستان یې یرغل کړی او مات شوي دي، له ټولو نړۍ سره د ښو او حسنه اړېکو ټینګښت غواړي.

د نوموړي په خبره، اسلامي امارت هېڅ هېواد ته د زیان رسولو هوډ او اراده نه لري او نړۍ دې هم افغانان  د خپل هېواد بیا رغونې ته پریږدي.

هغه زیاتوي: « اسلامي امارت په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې د امریکا په شمول چې پر موږ یې بریدونه کړي، د اتحاد جماهر شوري په شمول چې پر موږ یې برید کړی او اوس یې ځای روسانو نیولی؛ له ټولې نړۍ سره حسنه راوبط او حسن تعامل غواړي. افغانستان کې اسلامي نظام قایم شوی او موږ نور له نړۍ سره جنجال نه غواړو. موږ خپل ارام، ازاد او مستقل افغانستان غواړو او نړۍ دې هم موږ نور پرېږدي چې دا خپل وطن اباد کړو، موږ هېچاته زیان رسول نه غواړو.»

په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، د افغانستان اوسنی نظام ولسي دی او نور به هم په دغه برخه کې پیاوړی کېږي؛ خو د ټولشموله حکومت وړاندې شوې نسخې به هېڅکله هم عملي نه شي.

د خبرخواه په خبره، د ټولګډونه حکومت ترشا د هغو هېوادونو خپلې موخې دي چې د داسې حکومت غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: « امریکایانو پر موږ ټینګار کوي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړو او ټول خلک باید په کې شامل وي، له ټولو خلکو مطلب د دوی خپل استازي دي، که نور هر څومره کسان راشي دوی ته د منلو وړ نه دي. د افغانستان اسلامي امارت نظام د خلکو دی او نور به هم د خلکو کېږي ان شاءالله؛ تاسو به یې وینئ او هېڅکله به په هغه بڼه نه شي چې دوی یې غواړو، موږ او دوی ښه سره پوهېږو، دوی هغه کسان غواړي چې زموږ ولس یې نه غواړو، هغوی دلته ازموینه ورکړې او خلکو پېژندلي دي.»

اسلامي امارت د یوناما وروستي رپوټ په غبرګون کې وايي، دغه کړنه یو طرفه ده او یوناما باید د راتلونکي لپاره  د دغه ډول بې اساسو او یوطرفه رپوټونو له ورکړې ډډه وکړي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وايي: « یوناما چې یوه اړخیزه پرېکړه کوي؛ نو یوناما ته دا خبره کوو او له ځان سره یې باید یادداښت کړي، چې نور له داسې یوې اړخیزې پرېکړې او نشراتو ډډه وکړي او په حقایقو ولاړ خبرونه خپاره کړئ.»

حنفي وايي، هېڅ داسې جعلې اسناد هم نه پیدا کېږي چې د دغه وزارت کارکوونکو دې له ښځو سره ناسم چلن کړی وي.

د حنفي په باور چې یوې ځانګړې پروژه یي کړۍ چې په بهر کې میشته ده د پیسو ترلاسه کولو لپاره د اسلامي نظام د بدنامۍ دغه ډول تبلغات کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist