د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په روان ۲۰۲۴ ز کال کې به په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دفتر پرانیزي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې کاره یې موخه له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو کول دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ خپل دفتر په روان ۲۰۲۴ز کال کې پرانېزو چې له دې کاره مو هدف اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسول دي او له دې سره به له نورو هېوادونو سره پر ګډه د افغانانونو لاسنیوی وشي. هېله لرو چې دا ماموریت به د ملکي وګړو لپاره د لا اغېزناک ملاتړ لامل شي.»
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې هېواد يې نيت لري چې د بشري مرستو د څانګې څلور غړي يې په افغانستان کې کار وکړي.
اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا د سویس د بشري مرستو ماموریت د پېلېدو هرکلی کوي او وایي، د یاد هېواد د بشري مرستو دفتر به وکړای شي چې په هېواد کې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه راښکته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « هر څومره لکه سویس او نورې نړیوالې ټولنې خپل دفترونه په کابل او نورو ولایتونو کې خلاص کړي د افغانانو پر ګټه ده، ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»
سویس له دې مخکې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې په کابل کې د همکارۍ دفتر په افغانستان کې د سویس د پراختیايي مرستو پروګرامونه پلي کول، خو له افغانستانه د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته د سویس حکومت دغه دفتر وتړه.
یو شمېر کارپوهان د سویس د بشري ماموریت په پېلیدو سره وایي، سرپرست حکومت او نړيوالې ټولني ته په کار ده چې د یوه بل غوښتنې ومني څو د ياد هېوادونو له لورې بشري مرستې سیاسي نه شي.
د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « اسلامي امارت له ۱۷ هېوادونو سره غير رسمي تعاملات لري، نو دا چې اوس سویس هم راځي دا د اسلامي امارت لپاره ډېر ښه فرصت دی او د دې زمینه ورته برابرېږي چې په ښه ډول لابي وکړي، مثبت تعامل وکړي او له لا زیات انعطافه کار واخلي.»
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « په کار دا ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره رسمي تعامل ته راوړاندې شي او له دې لارې په افغانستان کې د بشري حالت د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.»
د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د سویس بشردوستانه ماموریت د پيل هرکلی کوي او دغه راز له ټولو مرستندویه موسسو سره د همکارۍ ډاډ ورکوي.
د یاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي، باید یادې موسسې په انکشافي برخه کې هم هېواد کې فعالیتونه پیل کړي.
نظري زیاتوي:« اسلامي امارت په هېواد کې د سویس هېواد بشردوستانه مرستو د دفتر د پرانېستلو هرکلی کوي. د اسلامي امارت اقتصاد وزارت تل د مرستندویه ټولنو همکار و او تل یې دا ډول ټولنو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې نړیوالې او مرستندویه ټولنې د بشردوستانه مرستو ترڅنګ پراختیايي مرستې هم ترسره کړي.»
سویس داسې وخت د بشري مرستو په هدف کابل کې د یوه ماموریت د پرانېستلو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپورونو پر اساس، روان ۲۰۲۴ کال څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.