د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید شوی.
یوه امنیتي سرچینه وايي، چاودنه نن سهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ودانۍ پر لومړي کرول د کاماز موټر په واسطه، شوې ده.
سرچینه وايي، موټربم برید کې درې سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي.
سرچینه وايي، برید کې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان هم ټپي شوی دی.
طالبانو د دغه موټر بم برید مسؤولیت منلی دی.











