د کابل نړیوال هوايي ډګر د داخلي ترمینل د تجارانو په نوم صالون د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوري جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دغه صالون ټول لګښت چې نږدې یو میلیون افغانۍ دی او په کې د اړتیا وړې اسانیتاوې برابرې شوې دي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو ژمنه وکړه چې د افغانستان ټولو هوايي ډګرونو په بیا رغونه کې به له حکومت سره همکار وي او په دغه برخه کې به لویې او وړې زغنیزې پروژې پلې کړي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسوول سلیمان خرم وايي: « د کابل په هوايي ډګر کې د محلي پروازونو په تم ځای کې الحمدالله موږ وکولی شول، چې دویم پوړ کې وي.آی.پي او سوداګریز لاین ټول له سره تنظیم، ترتیب او په نویو عصري وسایلو یې مجهز ورغوو او د کابل نړیوالې ادارې ته مو تسلیم کړو. په دې نږدې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.»
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت عمومي مشر علي الله سروري بیا وايي: « موږ د یوه مسوول شرکت په توګه غواړو چې له خپلو مسوولینو سره اوږه په اوږه د ابادي په هره برخه کې چې زموږ په وس پوره وي، ګډ کار وکړو. موږ متحد یو چې په افغانستان کې پانګونه وکړو او الحمدالله دوام به ورکوو.»
په ورته مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د کابل نړیوال هوايي ډګر د عمومي دروازې د جوړېدو بنسټ ډبره هم کیښودل شوه .
دغه دروازه به د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړه شي
سروري زیاتوي: « په دې ان شاءالله ۵۰ زره ډالر لګښت راځي، دا چې دلته بیروبار زیات دی، خلک زیات تګ او راتګ کوي؛ نو دې هر څه ته په کتو ښايي له پنځو تر شپږو میاشتو وخت ونیسي.»
د کابل هوايي ډګرمشر عبدالهادي محمد وايي: « اوس د هېواد د پرمختګ او پراختیا وخت دی، دا لا زیات جوړېدو ته اړتیا لري او دې کار کې پانګوالو ته اړتیا شته، ملي شرکتونو او سوداګرو ته هم اړتیا لرو او همداسې هر هغه څوک چې په هره کچه وسه لري باید په دې کې برخه واخلي، ځکه هېواد یوازې په دولت نه جوړېږي.»
په همدې حال کې د کابل هوايي ډګر د چارواکو او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به یې د هوايي ډګر په تم خونو کې د مسافرو لپاره په وړیا توګه انټرنیټي خدمات وړاندې شي.