Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاسپورټ ریاست پر عريضو د پاسپورټ وېش پیل کوي

پاسپورټ ریاست پر عريضو د پاسپورټ وېش پیل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/10

د يوې تازه پرېکړې له مخې، د پاسپورټ رياست د پاسپورټ غوښتونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د انلاين نوم‌ليکنې ترڅنګ په اف‌لاين بڼه هم د نوم‌ليکنې بهير پيل کړی.

د یاد رياست مسوولین وايي، دا چې د پاسپورټ اخېستلو تقاضا څو برابره زياته شوې، نو پر دې اساس د انلاین نوم‌ليکنې ترڅنګ یې په افلاین بڼه پر نوم ليکنې يا پر سپينو عريضو هم اجرات کوي.

د مسوولینو  په خبره، په دې توګه به هغه کسان چې د پاسپورټ اخېستنې لپاره به يې نوم‌ليکنې ته انتظار کاوه، اوس  کولی شي په اف‌لاين توګه ژر نوم‌ليکنه وکړي.

دوی وایی، د دغه بهیر لومړی پړاو به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پیل شي او وروسته به هره پنجشنبه په افلاین توګه د پاسپورټ غوښتنې عریضې راټولېږي.

د پاسپورټ مشر عبدالکريم حسيب وايي: « دا چې موږ د پاسپورټ پروسه په افلاین ډول پيلوو لامل یې دا دی چې موږ له یوه کال راهیسې په انلاین ډول د پاسپورټونو توزیع پيل کړې، په زرګونه پاسپورټونه مو توزیع کړي؛ خو بیا هم اړمنو ته پاسپورټ نه رسېږي او لامل یې دا دی چې د یوې کورنۍ ۲۰ کسان راشي په انلاین بڼه یې نوبت رسېدلی وي او پاسپورټ ترلاسه کوي، بلې خوا یو بل کس عاجل پاسپورټ ته اړتیا لري خو نوبت یې نه وي رسېدلی او نه یې شي ترلاسه کولی، ځورېږي او ستونزه یې نه هوارېږي.»

حسیب وايي،، پر عرایضو د ۵ کلن او يا ۱۰ پاسپورټ اخېستو غوښتتنه اختیاري ده او زیاتوي، چې په یادې پروسې کې هېڅ استثنا نشته او ټول خلک په برابره توګه له يادو خدمتونو استفاده کولی شي.

د پاسپورټ ریاست وياند نور الله وايي: « یوازې دغه غوښتنه کوو چې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړئ، چې پاسپورټ ته عاجله اړتیا لري. موږ ټولو ته هم په افلاین او هم انلاین بڼه پاسپورټ ورکوو، ځکه دا د دوی حق دی؛ نو په ټوله کې پاسپورټ هر چاته ورکوو خو له هېوادوالو مو غوښتنه دا ده چې لومړیتوب هغه چاته ورکړئ، چې ډېره اړتیا لري او څوک چې عاجله اړتیا نه لري دوی دې څه موده انتظار وکړي نوبت هرومرو ورسېږي.»

خو د سیاسي چارو شنونکي بيا د ان‌لاين سيسټم په موجوديت کې بېرته کاغذي عريضو ته پر ستنېدو نيوکې لري.

 د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ وايي: « دلته څو ګټې لري، یو خو دا چې د کمېشن کارانو او یا هغو کسانو چې غواړي د رشوت له لارې چاته پاسپورټ ورکړي، د مخنیوي لپاره همدا په انلاین بڼه د فورمو ډکول او نوملیکنه کول سم دي، ترڅو پر وخت موږ ته پاسپورټ ورسېږي. که چېرته بیا د هارډکاپي خبره کوو او یا حضوري څوک غواړي عریضه وکړي نو دلته هم رشوت او هم کمېشن کارۍ ته زمینه برابرېږي او ملت ته یې تر ګټې زیان ډېر دی.»

دغه ریاست د پاسپورټ په توضع کې د پوره شفافیت ډاډ ورکوي او وایی، په تیرو شپږو میاشتو کې يې ۷۰۰ زره  پاسپورټونه توضیع کړې او له درکه يې درې مېليارد افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist