Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا دفاع وزارت: د هند نیمه وچه کې د القاعدې څانګه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري

admin by admin
2020/07/02

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د خبرو یو جنجال په دې ټکي وو، چې طالبان به د القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره چې د امریکا ګټې ننګوي، خپلې اړیکې پرې کوي.

امریکا هم منلې وه چې طالبانو د وسلوالو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو اوس د افغانستان د امنیتي وضیعت د ارزونې راپور کې چې ګانګرس ته وړاندې شوی پینټاګون ویلي، طالبان د هند نیمه وچې لپاره د القاعده ډلې سره همکاري لري.

د امریکا دفاع وزارت یا پینټاګون په خپل راپور کې ویلي: ((په وروستیو میاشتو کې طالبانو هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه وساتله… هند نیمه وچه کې القاعده څانګه ښايي د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي ولري.))

له دې سره جوخت، طالبانو د امریکا د پینټاګون دا راپور چې طالبان ګوندې له القاعده سره اړیکې لري په کلکه رد کړ.

طالبان وایي، د دوحې په تړون کې هر څه واضح دي او ښایي دا کار د جګړه غوښتوونکو هڅه وي چې د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور کې ویلي وو چې د روسیې د پوځ استخباراتو له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د وژلو په  بدل کې به دې ډلې ته پیسې ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist