Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمد نبي عمر: ځینې بهرميشتې کړۍ حکومت کې د اختلافاتو رامنځته کولو هڅه کوي

محمد نبي عمر: ځینې بهرميشتې کړۍ حکومت کې د اختلافاتو رامنځته کولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/09

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمر د ولایتونو امنيې قوماندانيو ویاندیانو د ظرفیت لوړونې په سیمنار کې وایي، د يوه داسې نظام د تحکيم په لټه کې دي، چې دين ته د خدمت ترڅنګ په کې د خلکو غوښتنې هم منل شوي وي.

عمر په سرپرست حکومت کې ځيني نسبي نيمګړتياوې تائيدوي، خو زياتوي چې د يادو نيمګړتياوو د پوره کولو لپاره پر لوړه کچه هڅې روانې دي.

عمر زیاته کړه: « یوه ډله دې ته ناسته ده چې څنګه د افغانانو اقتصاد تباه کړي؟ څو دوی په پښو ونه درېږي. د افغانانو د بې اتفاقۍ لپاره د قومي او لساني اختلافونو د رامنځته کولو لپاره بله ډله کار کوي، چې څنګه د دوی ترمنځ اختلافات پيدا کړو؟ لکه اوس چې هم تاسو وینئ زموږ په اهل تشیع وروڼو باندې کله نا کله چاودنې کوي، زه له همدې دریځه دا په ډاګه وایم چې دا یوازې او یوازې د امریکایانو پلان دی.»

له دې سره نوموړی تور پورې کوي، چې ځينې بهرميشتې کړۍ پر سرپرست حکومت کې دننه د اختلافاتو د رامنځته کولو هڅې کوي، خو په خبره یې يادې کړۍ به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

عمر په هېواد کې پر اهل تشيع افغانانو وروستي بريدونه د مذهبي توپير رامنځته کولو دسيسه بولي او وايي،  ترشاه يې بهرني لاسونه شتون لري.

هغه زیاتوي: « کوچنۍ، کوچنۍ ستونزې به وي، په دې هم کار روان دی. ۲۰ کاله دلته جنګ وشو، قربانۍ ورکړل شوې، جهاد وشو، وطنونه وران شول، فکرونه وران شول او تراوسه هم فکرونه وران دی؛ نو دا په یوه او دوو کلونو کې نه جوړېږي. که له انصافه کار واخلو که ۲۰ کاله وخت نه ورکوئ، نو ۱۰ کاله وخت خو باید ورکړئ، که ۱۰ هم نه ورکوئ لږ تر لږه پنځه کاله خو ورکړئ، پرېږدئ چې دا خلک څه کوي او خدای ته مې امید دی چې اصلاحات به راځي.»

 د کورنيو چارو وزارت دغه راز د بيان ازادي د حکومتولۍ سمون لپاره اصل بولي خو زياتوي، چې له دې امله بايد ملي ګټې او شخصيتونه تخريب نه شي.

د دې وزارت چارواکي وايي، د تېرې جګړې له پای ته رسېدو سره هر ډول اختلافات پای ته رسېدلي او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی، چې ټول تمرکز د ملي ګټو پر تحقق وشي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر مولوي رحیم کاکازاده وایي: « موږ که څه هم الحمدالله په یوه جګړه کې بریالي راووتو؛ خو د دویمې جګړې پړاوونه لا سخت دي او لا زیات کار ته اړتیا لري او هغه دا چې فکري رغونه وکړو. موږ باید د مخالفینو او د هغوی د ارجاع پر وړاندې، د هغوی د اوازو پر وړاندې مبارزه وکړو.»

 د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خېرخواه وایي: « اوس خبره دا ده چې موږ او تاسو ته په دغسې یوه تشویشي حالت کې چې دا اوس دی او په دغسې یوه نمونه‌یي حالت کې چې په ټوله نړۍ کې اسلامي نظام نشته بې له افغانستانه، نو ته څنګه خپل ولس او نور مسلمانان په دې قانع کولی شې او څنګه نور ملتونه په دې قانع کولی شې، چې دې نظام د بشریت غوښتنې په ډېره متوازنه بڼه ځواب کړي او تل یې ځوابولی شي.»

دوی زياتوي، د ټوپک وخت تېر شوی او اوس وخت د قلم دی، چې دښمن ته د قلم له لارې بايد ماتې ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist