د پاکستان مشرانو جرګې داسې طرحه تصویب کړې چې له مخې یې په دغه هېواد کې راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، دغه وړاندې شوې طرحه د دې ښکاروندوي کوي چې په پاکستان کې د اقتصادي او امنیتي وضیعت درڅنګ سیاسي حالت نازک او تر بل هر وخت پیچلي دي.
شنونکي وايي، اسلام اباد په کور دننه د ټي.ټي.پي ترڅنګ د پښتون ژغورنې او بلوڅو د خوځښتونو له سیاسي مسایلو، اقتصادي او امنیتي ستونزو او همداراز سیاسي کړکیچ سره مخ دي.
د دوی په خبره، د پاکستان له کورنیو ستونزو داسې برښي چې دغه هېواد یوې نړیوالې اوږدې انزوا خواته روان دی.
د سیاسي چارو شنونکی موسي سعادت وايي: « له ټي.ټي.پي سره د دوی ( پاکستان حکومت) سیاسي ستونزې، د عمران خان بندي کېدل، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د دوی ستونزې او د هغوی بندي کول، له ګاونډيو سره یې د سرپرست حکومت ناندرۍ او لانجې او همداشان د پاکستان آی.اېس.آی او استخبارات هم اوس په هغه موقف کې نه دي چې ۱۰ کاله وړاندې ول. نو دې هر څه ته په کتو ویلی شو چې نور دوی د انزوا په حال کې دی، که څه موده نور هم دا حالات دوام وکړي نو پاکستان به منزوي کېږي.»
شنونکي وايي، هغه څه چې اوس ورسره پاکستان او ولس یې ورسره مخ دی، د دغه هېواد د پوځ کړنو پایله ده او اوس په کار ده چې نړیوال پاکستانی پوځ له صحنې لرې کړي او په دغه هېواد کې د تل لپاره قدرت ملکي حکومت ته وسپاري.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « د پاکستان پوځ هغه قدرت دی چې د اوس لپاره د خپل ولس، ګاونډيانو او ټول بشریت سره په جګړه دی او د امریکا او انګلیس فرمایشونه مني. د کرمان پېښې دا وښودله چې امریکا او انګلیس د پاکستان په لاس د داعش پروژه اوس هم ژوندۍ ساتلې. دا پوځ باید په یوه مشخصه تاریخي مقطعه کې د خپلې اټومي بټۍ له صلاحیته بې برخې او د نړیوالو اصولو پر بنسټ په پاکستان کې قدرت ملکي ادارې ته پرېږدي.»
ځينې نور بیا په دې اند دي چې پاکستان د خپلو غلطو سیاستونو له امله له داسې وضعیت سره مخ دی .
دوی وايي، اوس اسلام اباد د خپل هغه بهرني او کورني سیاست پایلې تجربه کوي چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې د ګاونډيانو او په تیره د افغانستان پروړاندې غوره کړی وه.
د مالوماتو له مخې، پاکستاني چارواکي په خپلو چارو کې خپلواک نه دي او د دغه هېواد واګي د ۳۰۰ په نوم نړیوالې کمیټې په لاس کې دي چې مشري یې انګریزان کوي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې نن پاکستان له سترو سیاسي او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی، لامل یې دا دی چې پاکستان په دې سیمه کې خپل حد او اندازه ونه پېژنده، له بلې خوا خپلواک نه دی او کنټرول یې د ۳۰۰ په نوم کمېټې په لاس کې دی.»
اسلامي امارت بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پروړاندې ونه کارول شي او همدا راز د نورو ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د امن او ثبات پلوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ د پاکستان سوکالي او ثبات غواړو، پاکستان کې امن غواړو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې وکارول شي.»
د پولیسو او پوځ ترڅنګ اوس په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو پر مشرانو هم بریدونه پیل شوي چې تازه د جمیعت علماء اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمن او همداراز د یو بل سیاسي ګوند مشر او د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ هم له مرګونو بریدونو روغ وتلي دي.