له څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې داسې انځورونه او وېډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې ښيي د کابل په لوېديځ کې يو شمېر مېرمنې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول کېږي.
دې کار نه يوازې دا چې په کور دننه يې پر خواله رسنيو د خلکو غبرګونونه زيات کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو غبرګون هم راپارولی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په کابل ښار کې د يادو مېرمنو پر نيول کېدو خواشيني ښودلې او دا کار يې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او د بیان پر ازادۍ اضافي محدویت بللی دی.
بېنېټ له سرپرست حکومت غوښتي چې ژر تر ژره په کابل کې يادې نيول شوې مېرمنې خوشې کړي.
هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې د بېحجابۍ په تور د ښځو نیول، د واکمنو چارواکو لخوا تائید شوي. په خواشینۍ سره دا عمل د ښځو د بیان پر ازادۍ باندې نور محدودیتونه او د مېرنو حقونه تر پښو لاندې کول دي. دوی ټول باید سمدستي او له شرط پرته خوشې شي.»
بل خوا سرپرست حکومت هم تائیدوي چې په کابل کې يو شمېر مېرمنې نيول شوي دي، خو دا نه تائيدوي چې ګواکې يادې مېرمنې دې مجازات شوي وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اړوند ادارو له لوري له توصيې وروسته يادې نيول شوې ميرمنې بېرته خوشې شوي دي.
مجاهد زیاتوي:« یو یا دوه موارد ول. ځېنې نجونو ته وظیفه ورکړل شوې چې د بې حجابۍ د ترویج لپاره کار وکړي، هغه بیا کشف شوې، حوزې پورې بیول شوي او اصلاحي بیانونه ورته شوي دي. ترڅو د بیا لپاره تکرار نه شي. نوره خبره نه شته ده.»
د ښځو د حقونو فعالانې بیا له اسلامي امارت غواړي چې باید ښځې د ښځينه پوليسو له لوري ونيول شي او په خبره يې سرپرست حکومت دې د ښځو حقونه خوندي کړي او په دې توګه دې د ښځو کار او نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړي.
حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعاتولو له امله به د يادو ميرمنو د کورنيو غړي نيول کېږي او له شرعي مجازاتو وروسته په خپلې کورنۍ د حجاب مراعتولو په موخه بېرته خوشې کېدای شي.