امریکا یو ځل بیا ویلي چې، لا هم پاکستان د ترهګرو لپاره د امن ځای دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند بریدونه کوي.
راپور کې راغلي چې، پاکستان د دغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.
پدغه راپور کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ترهګرۍ ضد مبارزې متمرکز دی، د افغان طالبانو او لشکر طبیه څخه د پاکستان د ملاتړ یادونه شوې چې پر بنست یې د افغانستان ضد فعالیت کوي.
راپور کې لیکل شوي چې، پاکستان اجازه ورکړې تر څو د لشکر طبیه او جیش محمد په څیر ډلې د دې هیواد له خاورې پر هند بریدونه وکړي.
خو پاکستاني چارواکو بیا تل له ترهګرو د ملاتړ مسله رد کړې او ځان یې د ترهګرۍ قرباني ګڼلی دی.
له دې سره امریکا، په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر شاوخوا زر تنه ښودلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې، په عراق، سوریه او افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر اټکل کړی.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، امریکا د ۲۰۱۹ کال په تړاو اټکل کړی چې په عراق او سوریه کې د داعش ۱۸ زره جنګیالي او په افغانستان کې شاوخوا زر تنه دي.
ویل کېږي، داعش هڅه کوي چې په عراق او سوریه کې خپل ځان پیاوړی کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې، داعش خپل مالي او لوجستیکي مرکزونه د افریقا په مرکز سربېره ختیځې، شمالي او لویدیځې افریقا کې رامنځته کوي.
د راپورونو له مخې، داعش ډلې ویلي، دوی دوه نوي مرکزونه په پاکستان او هند کې جوړ کړي دي.











