Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات له زلزله ځپلو سره پر نړیواله کچه د مرستې غوښتنه شوې

د ملګري ملتونو پراختیايي ادارې هرات کې د زلزله ځپلو ژوند په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/04

د ملګرو ملتونو نړيواله پراختیایي ادارې (یو.اېن.ډي.پي) په خپل تازه راپور کې په هرات کې د زلزلې ځپلو کورنیو وضعيت اروزنې ته کتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې د يادو کورنيو ژوند لا هم نه دی عادي شوی.

په راپور کې د زلزله ځپلو د سوکاله ژوند لپاره د امکاناتو نشتون انعکاس شوی او له یادو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه یې کړې.

د راپور یوه برخه:« د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د بیارغونې د پلان ملاتړ په موخه په بېړني ډول د ۲۵میلیونه ډالرو غوښتنه کوي چې په کې لنډمهاله او دایمي سرپناوې، د بنسټیزو چارو بیارغول، د تجديد وړ انرژيو برابرول، د څښاک د پاکو اوبو د سیسټمونو احیا کول او د دندو او ژوند د معیشتونو رامنځته کول په کې شمال دي.»

په ورته مهال پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق  په هرات کې له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستندويه کمېټو له لوري د مرستو د دوامداره رسولو خبر ورکوي او زیاتوي چې له هرات سربېره د اټکل له مخې سږ کال د افغانستان ۲۵ ولایتونه د طبعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه:«  اسلامي امارت هلته (هرات) کې کمېټه لري،  د امیرالمومنین له خوا یوه کمېټه جوړه شوې. په راس کې یې د علماوو شورا مشر دی. کوم هېوادوال چې له ستونزو سره مخ وي د ستونزو حل لپاره یې شپه او ورځ پر کار بوخت دي. زما په شخصي نظر انشاءالله ستونزې به نه رامنځته کېږي.»

حکومت زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستو رسولو ډاډ ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د عامه تشويش زياتولو پر ځای دې له اړمنو کورنيو سره مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د هرات له زلزله ځپلو سره پراخې مرستې شوي دي، کورونه یې هم جوړیږي او دوی به خپلو کورونو ته ځي. لږ وخت پاتې ده کورونه د وچېدو په حال کې دي، بیا به افتتاح کېږي او دوی به ور استول کېږي. یو به یې سرپنا پیدا شي او دویمه دا ده چې د دوی لپاره د همکاریو لړۍ هم روانه ده. مرستې هم بنسټونه او هم اسلامي امارت د خوراکي توکو مرسته کوي.»

د ملګرو ملتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې د مالوماتو له مخې، د هرات په زنده جان او څو نورو ولسوالیو کې د تېر ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د شديدې زلزلې له امله شاوخوا ۱۴۰۰ کسان مړه او ۱۱ زره نور ژوبل شوي.

د يادې زلزلې له امله څه باندې اته زره کورونه په بشپړ ویجاړ او ۱۷زره نور یې برسيرن زیانمن شوي په دې توګه په ټوله کې د يادې زلزلې له امله ۲.۲ ميليونه کسان اغېزمن شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist